ممبئي 07 دسمبر (اے پي پي) د هند سياحتي رياست ګوا كښې په يو نائټ كلب كښې د اوور لګيدلو له امله 25 كسان مړه شوې دي۔ اے اېف پي له مخې د اوور لګيدلو پېښه ساحلي سيمې شمالي ارپورا سيمه كښې په يو نائټ كلب كښې د نيمي شپے رامخې ته شوې دغسې مړو شويو كښې سېلګري هم شامل دي۔د ګوا وزيراعليٰ پرمود ساونت ميډيا سره خبرو كښې ووئيل …
هند ، ګوا كښې په نائټ كلب كښې د اوور لګيدلو له امله 25 كسان مړه شول

مزید خبریں
ممبئي 07 دسمبر (اے پي پي) د هند سياحتي رياست ګوا كښې په يو نائټ كلب كښې د اوور لګيدلو له امله 25 كسان مړه شوې دي۔ اے اېف پي له مخې د اوور لګيدلو پېښه ساحلي سيمې شمالي ارپورا سيمه كښې په يو نائټ كلب كښې د نيمي شپے رامخې ته شوې دغسې مړو شويو كښې سېلګري هم شامل دي۔د ګوا وزيراعليٰ پرمود ساونت ميډيا سره خبرو كښې ووئيل نن زمونږ د ټولو لپاره د تكليف ورځ ده، 25 كسان مړه او 6 نور ژوبل شوې دي۔ده ميډيا ته ووئيل مړو شويو كښې 3 نه تر 4 سېلګري هم شامل دي دغسې د هغوې شهريت نه دې ښودلې شوي۔پرمود ساونت ووئيل د پېښي بشپړه وجوهات معلومولو او ذمه وارۍ تعين لپاره عدالتي د پلټنو امر كړے۔











