كينبرا 06 دسمبر (اے پي پي) آسټريليا د طالبانو حكومت په څلورو اعليٰ عهديدارو مالي او د مزل بنديزونه لګولي۔اردو نيوز له مخې د خالي په ورځ لګولې شوي دې بنديزوونو وجه په افغانستان كښې د بشري حقونو خراب شوې صورتحال او په خاص توګه د ميرمنو او جينكو په ضد روانه سخته رويه ګرځولي۔آسټريليا خارجه وزير پيني وونګ په خپل بيان كښې وئيلي چې د دغه عهديدارو تعلق افغانستان …
آسټريليا، د طالبانو حكومت په څلورو اعليٰ عهديدارو مالي او د مزل بنديزونه ولګول

مزید خبریں
كينبرا 06 دسمبر (اے پي پي) آسټريليا د طالبانو حكومت په څلورو اعليٰ عهديدارو مالي او د مزل بنديزونه لګولي۔اردو نيوز له مخې د خالي په ورځ لګولې شوي دې بنديزوونو وجه په افغانستان كښې د بشري حقونو خراب شوې صورتحال او په خاص توګه د ميرمنو او جينكو په ضد روانه سخته رويه ګرځولي۔آسټريليا خارجه وزير پيني وونګ په خپل بيان كښې وئيلي چې د دغه عهديدارو تعلق افغانستان كښې په ميرمنو او جينكو د ظلم او ښه حكمراني يا قانون حكمراني كمزوري كولو سره ده۔د دغه بنديزونو هدف د طالبانو درې وزيران او چيف جسټس دې۔خارجه وزير په هغوي تور لګولې چې دغه څلور واړه عهديدار د جينكو او ميرمنو تعليم، روزګار، نقل و حركت آزادي او اولسي ژوند كښې د هغوي د شركت صلاحيت محدود كولو ذمه وار دي۔دا اقدامات د آسټريليا نوي حكومتي فريم ورك برخه ده كوم چې په دغه طالبانو فشار زياتولو لپاره نيغ په نيغه مالي او د مزل بنديزونو لګولو جوګه كوي۔











