ملګرو ملتونو په سوئېلې لبنان كښې د اسرائيل د فضائي بريدونو او په امن اهلكارو بريد غندنه وكړه

بېروت۔5 دسمبر (اے پي پي) په لبنان كښې د ملګرو ملتونو عبورةي فورس(يو اين آئي ايف آئي ايل) په سوئېلې لبنان كښې د اسرائيل د فضائي بريدونو او په امن اهلكارو د نا معلومه بريد غندنې كولو سره دا د ملګرو ملتونو د قرارداد سنګينه خلاف ورزي ګرځولې ده ۔ د شنهوا تر مخه د جعې په ورځ د ملګرو ملتونو فورس بيان كښې ووئېل امن اهلكارو تېر ماسپخين پخپل …

بېروت۔5 دسمبر (اے پي پي) په لبنان كښې د ملګرو ملتونو عبورةي فورس(يو اين آئي ايف آئي ايل) په سوئېلې لبنان كښې د اسرائيل د فضائي بريدونو او په امن اهلكارو د نا معلومه بريد غندنې كولو سره دا د ملګرو ملتونو د قرارداد سنګينه خلاف ورزي ګرځولې ده ۔ د شنهوا تر مخه د جعې په ورځ د ملګرو ملتونو فورس بيان كښې ووئېل امن اهلكارو تېر ماسپخين پخپل آپرېشنل سيمو مرونه ٬ مجاول او براعشيت كلو كښې د اسرائيل د فضائي بريدونو لړۍ ولېدله په داسې حال كښې چې د لبنان وسله وال پوځ په سوئېلې لبنان كښې د غېر قانوني وسلې او تنصيبات قابو كولو لپاره كاروائۍ كولې۔ بيان كښې ووئېل شول دا كاروائۍ د قرارداد 1701 واضحه خلاف ورزۍ دي۔ لبنان كښې د ملګرو د ملګرو ملتونو عبوري فورس په اسرائيلي پوځ زور راوړو چې هغه د جوړې رابطې او هم غږۍ نظام وكاروي۔ ادارې د لبنان فريق خبردار كړے چې د كوم هم داسې غبرګون نه ډډه وكړي كوم چې صورتحال لا خراب كړي۔ لبنان كښې د ملګرو ملتونو عبوري فورس د لبنان چارواكو نه غوښتنه وكړه چې هغوي د امن اهلكارو حفاظت باوري كړي او د دې پیښې سمدستي پلټنې وكړي۔