واشنګتن۔ 5 دسمبر(اے پي پي)د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي د يوكرېن شخړه به آخر حل شي او امرېكا په دې لړ كښې په زړه پورې هڅې كوي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس تر مخه د قامي كرسمس ټري لائټنګ دستورې نه وړاندې خبرو كښې هغه ووئېل امرېكا په ټوله نړۍ كښې امن لپاره فعاله ده ۔ صدر ټرمپ ووئېل مونږ په ګنو محاذونو د جنګونو خاتمې لپاره …
د يوكرېن شخړه به دېره زر هواره شي٬ د امرېكې صدر

مزید خبریں
واشنګتن۔ 5 دسمبر(اے پي پي)د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلي دي د يوكرېن شخړه به آخر حل شي او امرېكا په دې لړ كښې په زړه پورې هڅې كوي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس تر مخه د قامي كرسمس ټري لائټنګ دستورې نه وړاندې خبرو كښې هغه ووئېل امرېكا په ټوله نړۍ كښې امن لپاره فعاله ده ۔ صدر ټرمپ ووئېل مونږ په ګنو محاذونو د جنګونو خاتمې لپاره كار كوو او د يوكرېن روس شخړې هواري لپاره هم هيله مند يوو٬ زمونږ مقصد دا جنګ اودرول دي او مونږ دغې لپاره هلې ځلې كوو۔امرېكې وړومبے د يوكرېن شخړې حل كولو لپاره 28 نكاتي منصوبه وړاندې كړې وه ٬ خو كېف او د هغوي اتحاديانو په دغې تحفظات لرلو سره پكښې د بدلون كولو غوښتنه وكړه۔ وروستو بيا د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ تصديق وكړو چې په منصوبه كښې په ردو بدل كولو دا تر 22 نكات محدود كړې شوه او اوس بس په يو څو نكات اختلاف پاتي دے۔ د امرېكې او يوكرېن پلاويو په 23 نومبر جنيوا او په 30 نومبر فلورېډا كښې خبرې كړې وې چې پكښې جنګ بندي ٬ سېكيورټي او معاشي چارې ٬ د ټاكنو امكانات او په سيمه ايزه شخړه خبرې شوي۔ دغسې د روس صدر پيوټن په روس كښې د امرېكې خاص استازي سټيوونكوف او د صدر ټرمپ زوم جيرډكشنر سره ملاقات كړے كوم چې تر 5 ساعته روان ؤ۔











