فرانس كښې د مذهبي امتياز پیښې زياتې شوې ٬ هر درېم مسلمان د دغې ښكار كېږي٬ رپورټ

پېرس۔ 05 دسمبر ( اے پي پي) فرانس كښې د مذهبي امتياز پیښې تر خطر ناك زياتې شوې دي۔د تازه رپورټ تر مخه هېواد كښې هر درېم مسلمان د مذهبي شناخت په بنياد د امتيازي سلوك سره مخ دے۔ د العربيه تر مخه دا رپورټ د فرانس د بشري حقونو په اړه د محتسب ادارې د اړخه جاري كړے شو كوم چې د 5 زره فرانسوي وګړو په سروے نتيجو …

پېرس۔ 05 دسمبر ( اے پي پي) فرانس كښې د مذهبي امتياز پیښې تر خطر ناك زياتې شوې دي۔د تازه رپورټ تر مخه هېواد كښې هر درېم مسلمان د مذهبي شناخت په بنياد د امتيازي سلوك سره مخ دے۔ د العربيه تر مخه دا رپورټ د فرانس د بشري حقونو په اړه د محتسب ادارې د اړخه جاري كړے شو كوم چې د 5 زره فرانسوي وګړو په سروے نتيجو مشتمل دے۔ د رپورټ تر مخه په مجموعي توګه 7 فيصد وګړو اعتراف وكړو چې د تېرو 5 كالو په مهال مونږ په مذهبي بنياد د امتيازي سلوك سره مخ شوې يو ٬ دغسې په 2016 كښې دا شرح يوازې 5 فيصد وه۔ د مسلمانانو په حقله دا تناسب تر ټولو زيات دے كوم چې 34 فيصد ته رسېدلے دے۔ يهوديت٬ بده مت او د نورو مذهبونو څخه تعلق لرونكې 19 فيصد كسان د امتيازي سلوك سره مخ شوي او په عيسائيانو كښې دا شرح 4 فيصد رېكارډ كړې شوې۔ رپورټ كښې وئېلې شوي مسلمان مېرمنې تر ټولو زياتې د تعصب ښكار كېږي چې پكښې 38 فيصد د امتيازي سلوك شكايت كړے۔ تر ټولو زياتې ستونزې هغه مېرمنو ته پیښې دي كومې چې حجاب يا سكارف اچوي۔ هغوي نه يوازې په اولسي ځايونو د ځورونې سره مخ كېږي بلكې د كار په ځايونو پېشه وره مېدان كښې هم ستونزې لري۔