د فرانس او پاکستان د امنيت او اميګرېشن پشمول دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلې

اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) فرانس او پاکستان د امنيت او اميګرېشن پشمول دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلې كړې دې ۔د دې لوظ پخلې د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان او د فرانس سفیرې مارټن ډورنس ترمېنځه ملاقات كښې شوې ۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې په دې موقع خپلو خبرو كښې داخله وزير ووئيل زر تر زره د …

اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) فرانس او پاکستان د امنيت او اميګرېشن پشمول دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو د عزم پخلې كړې دې ۔د دې لوظ پخلې د كورنيو چارو وزير چوهدري نثار علي خان او د فرانس سفیرې مارټن ډورنس ترمېنځه ملاقات كښې شوې ۔د كورنيو چارو وزارت وياند له مخې په دې موقع خپلو خبرو كښې داخله وزير ووئيل زر تر زره د معلوماتو شېئرنګ ٬د امېګرېشن چارو هوارولو٬ كاٶنټر ټېررزم ٬ ټېرر فناسنګ او د ترهه ګرو تګ راتګ مخنيوي له دې جوائنټ وركنګ ډله جوړه كړې شي۔د دواړو هېوادونو په روانه مرسته د اطمينان څرګندونه كولو سره داخله وزير ووئيل د ترهه ګرۍ خاتمې له به د امنيتي ادارو د كار استعداد زياتولو ته خاص پاملرنې ته اړتيا ده۔داخله وزير ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې چې نړۍ څومره يو بل ته رانزدې شي دومره به ښه وي۔د يادونې وړ ده چې سږ كال د پاكستان او فرانس ترمېنځه د امنيتي اهلكارو تربيې په لړ كښې د مرستي په يو كنونشن لاسليك شوې چې د 1.35مېلیونه یورو به اهلكارو ته تربيه وركولې شي چې پكښې د جعلي دستاویزات، فارنزک، د جرمونو پلټنې ٬ سائبر کرائمز، اېمپروواېزډ اېکسپلوسېو ډیوائسز او سول ډیفنس تربيې شاملې دي۔ په غېر قانوني توګه د وطن پرېښودونكو په لړ كښې خپلو خبرو كښې داخله وزير ووئيل پاكستان په دې لړ كښې كوټلې نظام او واضح اېس او پيز نفاذ كړې او اړوندې ادارې د غېر قانوني عمل مخنيوي له فعاله دې۔د فرانس سفير په غېر قانوني توګه د بشري قاچاق په لړ كښې د حكومتي اقداماتو تائيد كولو سره د خپل حكومت لخوا د مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل فرانس به د غېر قانوني وطن پرېښودنكو ستنېدو په لړ كښې د پاكستان د قوانين خيال ساتي۔

مزید خبریں