منامه۔ 04 دسمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د اټاليه وزيراعظم جارجيا ميلوني د بحرېن په پايه تخت منامه كښې ملاقات كړے دے چې پكښې د دواړو هېودادونو ترمينځه د مرستې د ټولو اړخونو او دې ته تر ګڼو څانګو پراختيا وركولو په لارو چارو خبرې وشوې۔ د اردو نيوز تر مخه دا ملاقات د جي سي سي د سپريم كونسل …
د سعودي ولي عهد سره د اټاليه وزيراعظم ملاقات ٬ په شريكه مرسته د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
منامه۔ 04 دسمبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د اټاليه وزيراعظم جارجيا ميلوني د بحرېن په پايه تخت منامه كښې ملاقات كړے دے چې پكښې د دواړو هېودادونو ترمينځه د مرستې د ټولو اړخونو او دې ته تر ګڼو څانګو پراختيا وركولو په لارو چارو خبرې وشوې۔ د اردو نيوز تر مخه دا ملاقات د جي سي سي د سپريم كونسل په 46 مه غونډه كښې وشو۔ ملاقات كښې په اوسني سيمه ايز پېشرفت او په نړيوال صورتحال او په دې حقله د كېدونكو هلو ځلو جاج واغستلے شو۔ په دې مهال د سعودي د توان وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان ٬ د دفاع وزير شهزاده خالد بن سلمان ٬ خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان او د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر مساعد بن محمد العيان او نور موجود وو۔ ياد دې وي د سعودي ولي عهد د شورو په ورځ د خليج مرستې كونسل د سپريم كونسل 46 مه غونډھ كښې ګدون وكړو او ولي عهد د سعودي پلاوي مشري كوله۔











