اترپردیش، هندوتوا انتظاميې له مختلفو جوماتونو څخه 55 سپیکرونه لرې کړل

لکھنو۔4 دسمبر(اے پی پی) د هند په اترپردېش ایالت کښې هندوتوا انتظاميې د لاوډ سپیکرونو په ضد پل کمپاین ګړندې کړې او له مختلفو جوماتونو څخه یې 55 سپیکرونه لرې کړي دي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې پولیسو د دې ایالت د مظفر نګر ولسوالۍ د سول لاینز، کوټوالي او كھله پور پولیسو سټېشنونو په حدودو کښې موقعیت لرونکو جوماتونو څخه لاوډ سپیکرونه لرې کړې شوي دي۔ سرکل افسر …

لکھنو۔4 دسمبر(اے پی پی) د هند په اترپردېش ایالت کښې هندوتوا انتظاميې د لاوډ سپیکرونو په ضد پل کمپاین ګړندې کړې او له مختلفو جوماتونو څخه یې 55 سپیکرونه لرې کړي دي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې پولیسو د دې ایالت د مظفر نګر ولسوالۍ د سول لاینز، کوټوالي او كھله پور پولیسو سټېشنونو په حدودو کښې موقعیت لرونکو جوماتونو څخه لاوډ سپیکرونه لرې کړې شوي دي۔ سرکل افسر (سټي) سدھارتھ ناتھ مشرا د لاوډ سپیکرونو لرې کولو جواز وړاندے كولو سره وئيلي دي چې سترې محکمې د غږ ټیټ ساتلو كومه لارښوونه كړې وه د هغې سرغړونه كيږي۔