كمبوډيا د چين سېلګرو څخه د وېزا فيس نه اخستلو اعلان

نوم پټه۔ 3 دسمبر(اے پي پي) كمبوډيا د چين وګرو لپاره د 15 جون نه تر 15 اكتوبر 2026 د وېزا فيس نه اغستلو اعلان كړے دے۔ د شنهوا تر مخه په دې اړه كونسل آف منسټر د مستقل سېكرټري آف سټېټ هنګ تهوڅا۔ي نوټيفيكېشن جاري كړے دے۔ د كوم تر مخه به چې د چين وګړو څخه تر څلورو مياشتو د وېزا نه غېر په كمبوډيا كښې تر 14 …

نوم پټه۔ 3 دسمبر(اے پي پي) كمبوډيا د چين وګرو لپاره د 15 جون نه تر 15 اكتوبر 2026 د وېزا فيس نه اغستلو اعلان كړے دے۔ د شنهوا تر مخه په دې اړه كونسل آف منسټر د مستقل سېكرټري آف سټېټ هنګ تهوڅا۔ي نوټيفيكېشن جاري كړے دے۔ د كوم تر مخه به چې د چين وګړو څخه تر څلورو مياشتو د وېزا نه غېر په كمبوډيا كښې تر 14 ورځو قيام كولې شي او كوم فيس به نه وركوي۔ مسافر به يوازې د آرايول كارډ باندې هېواد ته داخلېدې شي او په دې موده كښې به د چين وګړي څو وارې د كمبوډيا سفر هم كولې شي۔ نوټيفېكېشن كښې وئېلې شوي دي د كمبوډيا خارجه وزارت او د نړيوالې مرستې ته چين سره د خبرو اجازه وركړې شوې دغسې چې د كمبوډيا وګرو لپاره د چين وېزا تر لاسه كولو طريقه كار هم آسان كړے شي او په سباون كښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د وېزا فيس بخښلو لوظ نامې لپاره لاره هواره شي