كولمبو۔03 دسمبر(اے پي پي) سري لنكا كښې د سمندري طوفان ٬٬ چاهواه ٬٬ د لاسه د مرګونو شمېره 474 ته ورسېده او لا 356 كسان بې دركه دي۔ د شهنوا تر مخه د ډيزاسټر منېجمنټ سېنېټر (ډي ايم سي) ووئېل د طوفان د لاسه 4 لاكهه 48 زره 814 كورنيو څخه تعلق لرونكې 15 لاكهه 80 زره نه زيات كسان ځپلې شوي دي۔ 971 كورونه په مكمل توګه ويجاړ شوي …
سري لنكا٬ د سمندري طوفان د لاسه د مرګونو شمېره 474 شوه٬ 356 كسان بې دركه

مزید خبریں
كولمبو۔03 دسمبر(اے پي پي) سري لنكا كښې د سمندري طوفان ٬٬ چاهواه ٬٬ د لاسه د مرګونو شمېره 474 ته ورسېده او لا 356 كسان بې دركه دي۔ د شهنوا تر مخه د ډيزاسټر منېجمنټ سېنېټر (ډي ايم سي) ووئېل د طوفان د لاسه 4 لاكهه 48 زره 814 كورنيو څخه تعلق لرونكې 15 لاكهه 80 زره نه زيات كسان ځپلې شوي دي۔ 971 كورونه په مكمل توګه ويجاړ شوي او د 40 زرو نه زياتو ته جزوي زيان رسېدلے دے ۔ د سري لنكا د نېشنل بلډنګ رېسرچ آرګائزېشن په 7 ضلعو كښې د 215 شديد لېنډ سلائيډنګ اطلاع وركړې ده ۔ د زمكې كار پوهه لكشري اندراتسا تر مخه د بيا بيا خبرداري باوجود د څه خلقو د كورونو نه د نه وتلو په سبب مرګونو كښې زياتوالے شوے دے۔











