دوحه۔ 3 دسمبر(اے پي پي) قطر په غزه كښې د اسرائيل لخوا د روانې جنګ بندۍ خلاف ورزۍ اندېښناكې ګرځولې دي۔ د العربيه تر مخه خارجه وزارت د اړخه تېره ورځ جاري بيان كښې په دې خبره زور راوړلے شوے چې د غزه په حقله د ثالثۍ هڅې اوس هم روانې دي۔ بيان كښې ووئېل شول قطر د غزه لوظ نامې نګراني كوي او د دې خبرې هڅه كوي چې …
د غزه جنګ بندۍ خلاف ورزۍ اندېښناكې دي٬ قطر

مزید خبریں
دوحه۔ 3 دسمبر(اے پي پي) قطر په غزه كښې د اسرائيل لخوا د روانې جنګ بندۍ خلاف ورزۍ اندېښناكې ګرځولې دي۔ د العربيه تر مخه خارجه وزارت د اړخه تېره ورځ جاري بيان كښې په دې خبره زور راوړلے شوے چې د غزه په حقله د ثالثۍ هڅې اوس هم روانې دي۔ بيان كښې ووئېل شول قطر د غزه لوظ نامې نګراني كوي او د دې خبرې هڅه كوي چې اوسنۍ جنګ بندي دا وخت ونه ځپلې شي۔ واضحه دې وي د اسرائيل پوځ په غزه كښې په مختلف ځايونو د بمارۍ سلسله روانه ساتلې ده۔ اسرائيل د غزه سوئېلې ښار رفح باندې شديد فضائي بريدونه كړې دي او د خان يونس په مشرقي سيمو ګولې وروي۔ د دې نه علاوه د غزه ښار په مشرقي كلو الزيتون او الشاعيه كښې كورونه هم په توپونو په نخښه كړے كېږي۔











