سعودي عرب او روس وېزا څخه د استثنې لوظ نامه لاس ليك كړه

رياض۔ 2 دسمبر(اے پي پي) سعودي عرب او روسيه خپلو وګړو ته د وېزا فري انټري اجازې وركولو لوظ نامه لاس ليك كړه ۔د اردو نيوز تر مخه د سعوي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان او د روس د اړخه نائب وزيراعظم الېګزېندر نواك تېره ورځ رياض كښې د سعودي ٬ روس انوسټمنټ اېنډ بزنس فورم په مهال په لوظ نامه لاس ليك وكړو۔ په دې موقع د توان …

رياض۔ 2 دسمبر(اے پي پي) سعودي عرب او روسيه خپلو وګړو ته د وېزا فري انټري اجازې وركولو لوظ نامه لاس ليك كړه ۔د اردو نيوز تر مخه د سعوي خارجه وزير شهزاده فېصل بن فرحان او د روس د اړخه نائب وزيراعظم الېګزېندر نواك تېره ورځ رياض كښې د سعودي ٬ روس انوسټمنټ اېنډ بزنس فورم په مهال په لوظ نامه لاس ليك وكړو۔ په دې موقع د توان وزير او د سعودي روسيه د مشتركه كمېټۍ چيئرمېن شهزاده عبدالعزيز بن سلمان او د روس نائب وزيراعظم الېګزنډر نوواك هم موجود وو۔ د لوظ نامې تر مخه به دواړه هېوادونه خپلو پاسپورټ لرونكو وګرو ته د سېلګرۍ ٬ كاروبار يا فېملي وزټ لپاره د وېزا فري انټري اجازه وركوي ۔ دا استثنې به په مجموعي توګه په يو كلېندر كال كښې دننه د 90 ورځو لپاره وي۔