اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې د صحت څانګې بهترۍ لپاره حکومت په ترجيحي بنيادونو د ګامونو اغستو اعلان كړے دے۔ د نهې په ورځ د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري د قامي اسمبلۍ غړي خبر كړل چې حكومت د روغتيا څانګه په جديد ډول روانولو له يو شمېر اقدامات كوي۔ ده ووئيل د وفاق روغتونه نه يوازې د ځائي رنځورانو بلكې ٬ د …
اسلام آباد كښې د صحت څانګې بهترۍ لپاره حكومت په ترجيحي بنيادونو د ګامونو اغستو اعلان كړے۔ وزير مملکت طلال چوهدري
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې د صحت څانګې بهترۍ لپاره حکومت په ترجيحي بنيادونو د ګامونو اغستو اعلان كړے دے۔ د نهې په ورځ د داخله چارو وزير مملکت طلال چوهدري د قامي اسمبلۍ غړي خبر كړل چې حكومت د روغتيا څانګه په جديد ډول روانولو له يو شمېر اقدامات كوي۔ ده ووئيل د وفاق روغتونه نه يوازې د ځائي رنځورانو بلكې ٬ د خېبر پښتونخوا، آزاد جمو و کشمير او ان چې د افغانستان نه راغلو رنځورانو هم خدمت كوي، ځكه په روغتونونو د رنځورانو فشار زيات شوے او د سهولتونو د رسولو په معيار كښې چيلنجز رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د دې صورتحال له مخئ حکومت په روغتونونو كښې د طبي عملې شمېره زياتولو٬ جديد طبي آلات وركولو او د انفراسټرکچر په اپ ګريډيشن کار كوي، چې مقصد يې رنځورانو ته په درملنه كښې نه يوازې بهتري راوستل دي بلكې د روغتونونو انتظامي ډھانچه هم مضبوطول دي۔












