اسلام آباد۔05 اکتوبر (اے پی پی) د سركاري حج سكيم لاندې د حج 2027 واجبات دويم قسط د جمع كولوا لړۍ پېل شوې كومه به چې د روانې اكتوبر مياشتې تر 20 مې نېټې دوام لري۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د دويم قسط ادايګي به هم د پاك حج او اېپ او ډيجيټل حج پورټل د لارې كيږي۔ د چارواكو له مخې د حج پېكج بدلولو …
د حج 2027 واجبات دويم قسط جمع كولو لړۍ پېل شوه ٬ د روانې مياشتې تر 20 مې به جمع كېدې شي
اسلام آباد۔05 اکتوبر (اے پی پی) د سركاري حج سكيم لاندې د حج 2027 واجبات دويم قسط د جمع كولوا لړۍ پېل شوې كومه به چې د روانې اكتوبر مياشتې تر 20 مې نېټې دوام لري۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د دويم قسط ادايګي به هم د پاك حج او اېپ او ډيجيټل حج پورټل د لارې كيږي۔ د چارواكو له مخې د حج پېكج بدلولو سهولت تېره ورځ په 4 اكتوبر ختم شوے دے۔ دويم قسط جمع كولو څخه وړاندې میډیکل فټنس سرټیفکیټ په پاک حج اېپ یا ډیجیټل حج پورټل اپ لوډ كېدے شي۔ تر ټاكلې نېټې د دويم قسط نه جمع كوونكو حج درخواست به منسوخ ګرځولې شي او د هغوي جمع كړې واجبات به هغوي ته د اكاونټ د لارې بېرته وركولې شي











