د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري ګوترېش د اتوار په شپه د نيويارك څخه اسلام آباد ته روان شو

  ملګري ملتونه ۔5اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګورتېش د اتوار په شپه نيويارك څخه اسلام آباد لپاره روان شوے دے چرته به چې هغه د خپلې څلور ورځنۍ دورې په مهال د امريكې او ايران ترمينه خبرو كښې د پاكستان د ثالثۍ په كردار ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځهخبروز اترو لپاره د پاكستان د تعميري هڅو په شمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه …

 

ملګري ملتونه ۔5اکتوبر(اے پی پی) د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري انتونيو ګورتېش د اتوار په شپه نيويارك څخه اسلام آباد لپاره روان شوے دے چرته به چې هغه د خپلې څلور ورځنۍ دورې په مهال د امريكې او ايران ترمينه خبرو كښې د پاكستان د ثالثۍ په كردار ٬ د دواړو هېوادونو ترمينځهخبروز اترو لپاره د پاكستان د تعميري هڅو په شمول په نورو مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ اے پي پي سره خبرو كښې د ملګرو ملتونو وياند اسټېفن ډوجارک ووئيل  عمومي سېكتر به د پاكستان دورې په مهال وزيراعظم شهباز شريف ٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار او نورو اعلی چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔ هغعه به صدر مملكت آصف علي زرداري سره هم ملاقات كوي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري د منځني ختيځ شخړې په اړه د پاكستان سفارتي هڅې تل ستائيلې دي د كومو په نتيجه كښې چې جنګ بندۍ لپاره د مفاهمت يادښت لاس ليك كړے شو۔ تېره مياشت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 81 مې غونډې اعلی كچې مباحثې څخه وړاندې په خپل وروستي خبري كنفرنس كښې ګوترېش جنګ بندۍ څخه وروستو د جنګ سوله ايز حل لپاره دخبرو اترو پلو بېرته  د تللو په حاجت زور راوړے ؤ۔ ګوترېش به د روان كال پای کښې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په حېث خپلې ذمه وارۍ سر ته ورسوي۔ هغه په ​​دې منصب دوه واړې پنځه کلنه مودې بشپړې کړې۔ هغه دې څخه وړاندې په كال 2022 كښې د پاكستان دوره كړې وه كله چې د پاكستان زياتره سيمې تباهي كونكې سېلابونو سره مخ وې۔ دغه دوره سېلاب ځپليو سره د يووالي څرګندونې له وه۔ هغه به هند او پاكستان كښې د فوځي مبصر ګروپ هېډكوارټرز دوره هم كوي او نېشنل ډیزاسټر مېنجمنټ اتھارټی (اېن ډی اېم اے)پاکستان كښې به بريفنګ كښې ګډون كوي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري به د خپلې دورې په مهال په نورو مصروفياتو كښې هم ګډون كوي چرته به چې ګڼ اړخيزه نظام ته ودې وركولو ، نړيوال امن او سلامتيا لپاره د پاكستان هڅو ، په آفتونو قابو موندلو له د چمتوالي او د وړومبۍ خبرداري نظام په اړه د پاكستان پېشرفت په ډاګه كولې شي۔ هغه به له دورې خخه وروستو د زيارت په ورځ نيويارك ته بېرته روانيږي