د اسرائيل پرله پسې بريدونه په سوريه كښې د بې ثباتۍ سبب ګرځيدے شي : امريكا

واشنګټن۔02 دسمبر(اے پی پی) امریکا وئيلي دي د اسرائيل پرله پسې بريدونه په سوريه كښې د بې ثباتۍ سبب ګرځيدے شي او د اسرائيل او سوريه ترمينځه د ممكنه امنيتي لوظنامې په لاره كښې لوې خنډ جوړېدے شي۔ العربیه د امريكائي نيوز وېب سائټ اېكسيوس په اړه ووئيل د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميې د يو مشر عهدېدار له مخې د امريكې انتظاميې د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو څخه …

واشنګټن۔02 دسمبر(اے پی پی) امریکا وئيلي دي د اسرائيل پرله پسې بريدونه په سوريه كښې د بې ثباتۍ سبب ګرځيدے شي او د اسرائيل او سوريه ترمينځه د ممكنه امنيتي لوظنامې په لاره كښې لوې خنډ جوړېدے شي۔ العربیه د امريكائي نيوز وېب سائټ اېكسيوس په اړه ووئيل د امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميې د يو مشر عهدېدار له مخې د امريكې انتظاميې د اسرائيل وزيراعظم بنجمن نيتن ياهو څخه غوښتنه كړې چې هغه په سوريه بريدونه بند كړي ولې چې كه هغه داسې كوي نو خپل سياسي زيان به وكړي او يوه لويه سفارتي موقع به د لاسه وركړي۔ امريكائي انتظاميې اندېښنه ښكاره كړه چې د اسرائيل پرله پسې بريدونه په سوريه كښې د بې ثباتۍ سبب ګرځيدے شي او د اسرائيل او سوريه ترمينځه د ممكنه امنيتي لوظنامې په لاره كښې لوې خنډ جوړېدے شي۔ امريكائي چارواكو زياته كړه چې په تېره جمعه چې د سوريه په سوئيلي سيمه بېت جن كښې كومه اسرائيلي كارروائي شوې د هغې په اړه امريكا ته پېشګي اطلاع نه وه وركړې شوې۔ سوريه لپاره د امريكې خاص استازي ټام باراک او د ټرمپ انتظامیې نورو اهلكارو اسرائيلي همڅنګو سره سختې او پېچلي چاپېريال كښې خبرې كړې دي۔ تېره جمعه د اسرائيلي بريدونو په نتيجه كښې 13 كسان شهيدان او 13 اسرائيلي پوځيان ژوبل شوي وو۔