د پارلمان شريكه غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سيكرټريټ ملازمين ترميم بل 2025 په منظور شو

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د پارلمان شريكه غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سيكرټريټ ملازمين ترميم بل 2025 په يوه خله منظور كړے شوے۔ د دې بل منظوريدو نه پس به قامي اسمبلۍ كښې د ملازمانو شميره د موجوده قامي اسمبلۍ غړو شميري څخه څلور چنده زياته وي، موجوده كوم ملازم به د نوكرۍ څخه نه وېستلے كېږي خو د مقرره شميرې څخه زيات ملازمان به نه بهرتي …

اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) د پارلمان شريكه غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سيكرټريټ ملازمين ترميم بل 2025 په يوه خله منظور كړے شوے۔ د دې بل منظوريدو نه پس به قامي اسمبلۍ كښې د ملازمانو شميره د موجوده قامي اسمبلۍ غړو شميري څخه څلور چنده زياته وي، موجوده كوم ملازم به د نوكرۍ څخه نه وېستلے كېږي خو د مقرره شميرې څخه زيات ملازمان به نه بهرتي كېږي۔ د پيپلز پارټي د قامي اسمبلۍ غړي نويد قمر د قامي اسمبلۍ سيكرټريټ ملازمانو ترميمي بل 2025 وړاندې كولو تحريك وړاندې كړو۔د پارلماني چارو وفاقي وزير طارق فضل چوهدري د بل مرسته وكړه۔دې نه پس سپيكر د ايوان رائے ترلاسه كولو نه پس په متفقه توګه بل منظور كړو۔اېم اين اے نويد قمر د بل په اړه ايوان ته ووئيل دا بل د قامي اسمبلۍ فنانس كمېټۍ كښې وړاندې كړے شوے ؤ ۔د دې بل بل له مخې به اوس د قامي اسمبلۍ ملازمانو شميره د غړو مجموعي شميرې څخه 4 چنده زياته نه وي۔سباؤن كښې به دا خبره باوري كولې شي چې مقرره سمرې څخه به زياته بهرتي نه كېږي۔ده ووئيل د دې بل نه پس مونږ به دا باوري كوو چې د چا نوكري به نه ختمېږي خو سباؤن كښې به په دې بنديز عمل درآمد باوري كولې شي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د سپيكر اختيارات نه دي كم كړې شوي ،۔ده ووئيل د قامي اسمبلۍ ملازمانو له ترقۍ وركولو لپاره د ګريډ 20 څخه د لاندې افسرانو په ډيپوټيشن بنديز لګولے شوے۔اېم اين اے شير افضل مروت ووئيل د قامي اسمبلۍ ملازمانو تنخاګاني تر ټولو ياتي دي بايد دا فرق ختم كړے شي