د وزيراعظم د يو اے اي قومي ورځې په موقع د اماراتو مشرتابه او اولس له مباركي

اسلام آباد۔2 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د متحده عرب امارات قومي ورځې په موقع د يو اے اي مشرتابه او اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل بيان كښی وزيراعظم ووئيل پاکستان متحدہ عرب امارات سره خپلې تاريخي پخوانۍ همكارۍ ته د قدر په سترګه ګوري كومه چې په دوه اړخيزه احترام ٬ …

اسلام آباد۔2 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د متحده عرب امارات قومي ورځې په موقع د يو اے اي مشرتابه او اولس له د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د نهې په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ اېكس خپل بيان كښی وزيراعظم ووئيل پاکستان متحدہ عرب امارات سره خپلې تاريخي پخوانۍ همكارۍ ته د قدر په سترګه ګوري كومه چې په دوه اړخيزه احترام ٬ شريكو ګټو او د دواړو هېوادون ترمينځه په ژورو اړيكو اډانه ده۔ ده ووئيل په يو اے اي كښې مېشته پاكستاني وګړي د دواړو هېوادونو ترمينځه د وياړ وړ يو پل حېثيت لري كوم چې د متحده عرب امارات په پرمختګ او كاميابۍ كښې فعاله كردار ترسره كوي۔ وزیراعظم ووئيل د شېخ اېم بن زاید النهیان په زيركه مشرتابه كښې متحدہ عرب امارات په نړيواله كچه يو ځانګړے مقام ترلاسه كړے دے۔ وزيراعظم ددې عزم پخلے وكړو چې ددواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې به همكاري لا مضبوطولې شي او دوه اړخيزه همكارۍ ته به د دواړو هېوادونو روښانه او سوكاله سباؤن لپاره وده وركولې شي۔