اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان حکومت او اولس لخوا د متحده عرب امارات قيادت او وروڼو لپاره په قامي ورځ مباركي وركولو سره وئيلي دي پاکستان يو اے اي سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات …
پاکستان يو اے اي سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ته په درنه سترګه ګوري٬ د صدر مملکت د يو اے اي قامي ورځ په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 02 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د پاکستان حکومت او اولس لخوا د متحده عرب امارات قيادت او وروڼو لپاره په قامي ورځ مباركي وركولو سره وئيلي دي پاکستان يو اے اي سره خپلو تاريخي او د ورورولۍ اړيكو ته په درنه سترګه ګوري۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د متحده عرب امارات (يو اے اي) قامي ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل پاکستان په دې خبره وياړ لري چې پاكستان په كال 1971 كښې د ټولو نه وړاندې يو اے اي تسليم كړو٬ زمونږ اړيكې په مشترکه ايمان، شريك باور، د پېړو راهسې په خپلولۍ او د امن او خوشحالۍ په مشتركه هيلو اډانه دي كومې چې د وخت سره سره لا قوي كېږي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو اريكې زما كورنۍ لپارهم د اهميت وړ دي٬ زما د كورنۍ د څلورو پېړيو راهسې يو اے اي سره خاص اړيكې لري٬ شهيد ذوالفقار علي بھټو د يو اے اي باني مشرانو سره نزدې اړيكې لرلې٬ بېګم نصرت بھټو د ژوند خپلې اخري ګهړۍ يو اے اي كښې تېرې كړي ۔ ده ووئيل شهيدې بينظير بھټو په سخت وخت كښې په متحده عرب امارات كښې د جلاوطنۍ ورځې تېرېږي٬ نن زما لور يو اے اي خپل كور ګڼي او ما ته د امارات شاهي قيادت سره د مضبوطو او د جذبې نه د ډكو اړيكو اعزاز ترلاسه دے٬ دا ټولې رشته زمونږ د اولس ترمېنځه د مېنې او باور څيره ده۔ صدر مملکت ووئيل زه پوخ باور لرم چې تجارت، سرمايه کاري، امنيت او د دفاع په څانګو كښې زياته شوې مرسته به زمونږ مشترکه مقاصد لا ژور كړي۔ ده ووئيل په امارات كښې مېشته پاکستاني کميونټي د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مهمو رابطو ذريعه ده او دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطوي۔ ده ووئيل پاکستان دا شراکت داري لا قوي كول غواړي او د متحده عرب امارات امن، ترقۍ او خوشحالۍ لپاره لاس په دعا يوو۔









