اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان پيپلز پارټي د تاسيس ورځې په موقع په پارليمنټ هاؤس كښې يوه دستوره كښې د سېنېټ غړو سره په ګډه كېك پرېكړو او د ګوند مشرتابه او كاركنانو له يۍ مباركي وركړه۔ په دې موقع ده په خاص توګه د پيپلز پارټي باني شهید ذوالفقار علی بھټو، محترمه بېنظیر بھټو شهیدې، صدر پاکستان آصف علی زرداري او …
د پيپلز پارټي تاريخ د قربانو ٬ ستړو او اولسي خذمات څخه عبارت دے: يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان پيپلز پارټي د تاسيس ورځې په موقع په پارليمنټ هاؤس كښې يوه دستوره كښې د سېنېټ غړو سره په ګډه كېك پرېكړو او د ګوند مشرتابه او كاركنانو له يۍ مباركي وركړه۔ په دې موقع ده په خاص توګه د پيپلز پارټي باني شهید ذوالفقار علی بھټو، محترمه بېنظیر بھټو شهیدې، صدر پاکستان آصف علی زرداري او د پي پي پي چیئرمېن بلاول بھټو زرداري ته هېواد او اولس لپاره د هغوي په زړه پورې خذمات پېرزوئنې وړاندې كړی۔ د ګل په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاکستان پیپلز پارټي بنياد شهيد ذوالفقار علی بهټو د خپل انقلابي وژن سره اېښودے ؤ كوم چې شهيدې محترمه بېنظیر بھټو پخپلو ستړو او قربانيو سره مضبوط كړو۔ ده ووئيل د پيپلز پارټي تاريخ د قربانۍ ٬ ستړو او اولسي خذمات څخه عبارت دے او د دې د شهيدانو مقام به د اولس په زړونو كښې تل ژوندے وي۔ سید یوسف رضا ګیلانی د صدر آصف علي زرداري مفاهمتی کردار، آئینی اصلاحات او د جمهوريت استحكام لپاره د هغه د تاريخي كردار ذكر كولو سره ووئيل هغه د هېواد سياست ته استحكام ٬ جمهوريت ته وده وركړه او ادارې يۍ مضبوطيا پلو روانې كړې۔ ده ووئيل بلاول بھټو زرداري د پاكستان ځوانانو له نوے جهت ٬ وژن او سیاسی باور وركړے۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل پيپلز باړټي د اولس ٬ مزدورانو ٬ خواري كښو ٬ كرونده ګرو ٬ مېرمنو او اقليتونو نمائندګي كونكے ګوند دے او دې ګوند په قربانۍ وركولو جمهوريت ته وده وركړه او آئيني اصلاحات يۍ وړاندې كړل۔ ده ووئيل پیپلز پارټي په هر دور كښې د اولسي حقونو ٬ د وفاق مضبوطيا ٬ د جمهوري اقدارو او سماجي انصاف لپاره پرېكنده كردار ترسره كړے دے۔ د خپل خطاب په پايه كښې ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ذوالفقار علی بھټو او شهيدې بېنظير بھټو ته لوړې درجې او پاکستان پیپلز باړټي ته د هېواد پرمختګ ٬ جمهوري استحكام او د قامي يووالي لپاره نورې كاميابۍ وركړي۔ په دستوره كښې د سېنېټ غړو شیری رحمان، سید وقار مهدی، اشرف علی جتوئی، بلال احمد خان، دوست علی جېسر، حسنه بانو، جام سیف اے خان،ندیم احمد بھټو، پونجوبھیل،روبینه قائم خانی، سرمد علی، شهادت اعوان، سید کاظم علی شاہ، سید مسرور احسن، ضمیر حسین ګھمرو او نورو ګډون وكړو









