د پارلمان عزت ،تکريم او حرمت په ټولو ګران دے۔ اعظم نذير تارړ

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي تاريخ ثابت كړې ده چې د پي ټي آئي د حکومت پرېښود پرېكړه ناسمه وه٬ كه ھغوي په ايوان كښې موجود ٶو نو كېدې شي چې حالات داسې نه وو۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال اعظم نذير تارړ ووېيل د پارلمان د عزت ،تکريم او حرمت په …

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي تاريخ ثابت كړې ده چې د پي ټي آئي د حکومت پرېښود پرېكړه ناسمه وه٬ كه ھغوي په ايوان كښې موجود ٶو نو كېدې شي چې حالات داسې نه وو۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خبرو په مهال اعظم نذير تارړ ووېيل د پارلمان د عزت ،تکريم او حرمت په ټولو ګران دے٬ ووئيل شول چې مونږ دې ديوال سره نه لګوي٬ تاريخ ثابت كړې ده چې د پي ټي آئي د حکومت پرېښود پرېكړه ناسمه وه٬ كه ھغوي په ايوان كښې موجودې ٶو نو كېدې شي چې حالات داسې نه وو۔ ده د وزيراعظم د خبرې ذكر كولو سره ووئيل چې پاكستان وي نو مونږ ټول به يو او د پي ټي آئي باني به هم سياست كوي۔ ده ووئيل ذوالفقار علي بھټو د پاڼسۍ كوټې ته رسولے شوے٬ بېنظير بهټو شهيده شوې٬ احتجاج شوے خو په يوه دائره كښې ، نواز شريف دوه ځله نه اهل كړې شوې خو مونږ بريدونه نه دې كړي ۔ ده ووئيل ګورنر راج د مارشل لاء شكل نه دے بلكې په آئين كښې وركړے شوے، د آئين تر آرټيکل 232-234 كه حالات وي نو ګورنر راج به آئيني عمل وي، غير آئيني عمل دا دے چې پوليس ګاډي، د فائر بريګيډ ګاډي او سرکاري وسائلو سره په وفاق بريد اوشي۔ ده ووئيل زندانونه مونږ هم تېر كړي٬ زمونږ د قيادت بې توقيري شوې ٬ د روغتونونو نه ګرفتارۍ شوي خو داسې نه دي شوي دا اوس چې څنګه كېږي