د آبادۍ او موسمياتي خطرو مخنيوي نه غير د پاکستان معاشي صلاحيت پوره كيدے نشي۔محمد اورنګزيب

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د آبادۍ او موسمياتي خطر په ښه ډول مخنيوي نه غير د پاکستان معاشي صلاحيت نه شي پوره كيدے۔اسلام آباد كښې د ’’پاکستان پاپوليشن سمټ 2025‘‘افتتاحي سېشن ته وينا كښې د خزاني وزير ووئيل پاکستان د آبادۍ مسئلې نوعيت او اثرات څخه خبر دے دغسې اصل ضرورت د عملي اقداماتو دے۔ ده …

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د آبادۍ او موسمياتي خطر په ښه ډول مخنيوي نه غير د پاکستان معاشي صلاحيت نه شي پوره كيدے۔اسلام آباد كښې د ’’پاکستان پاپوليشن سمټ 2025‘‘افتتاحي سېشن ته وينا كښې د خزاني وزير ووئيل پاکستان د آبادۍ مسئلې نوعيت او اثرات څخه خبر دے دغسې اصل ضرورت د عملي اقداماتو دے۔ ده د موسمياتي فنانسنګ نړيوال مثال وركولو سره ووئيل پاليسي جوړولو سره سره بجټ او منصوبه بندۍ كښې هغه ترجيحات شاملول د خزاني وزارت ذمه واري ده۔ده د مذهبي لارښودو شرکت مهم ګرځولو سره ووئيل معتبر علما د آبادۍ مينجمنټ په اړه ځيني غلطۍ لري كړي او اوس پاکستان د عملي اقدامات څخه نه شي په شا كيدے۔سينيټر اورنګزيب ووئيل موسمياتي بدلون د وړاندې څخه معاشي نمو متاثره كړې او سږ كال د سېلاب څخه په جي ډي پي كښې 0.5 فيصد کمے متوقع دے۔ دغسې د آبادۍ فشار حقيقي معاشي ګټي محدود کوي۔ده ووئيل ځوانان كوم جې د هېواد د آبادۍ 64 فيصده دې او د پاکستان د پرمختګ مهمه ستن ده او ډيجيټل معيشت كښې فري لانسرز، آئي ټي پروفيشنلز او انوويټرز هم کردار ترسره كوي۔ده د 5 كلونو څخه كم عمره ماشومانو كښې د 40 فيصده سټنټنګ ’’ذهني غربت‘‘ ګرځولو سره ووئيل دا د سباؤن افرادي قوت لپاره سنګين خطر دے۔ده د تعليم او په خاص توګه د جينكو تعليم، غذائيت،پاكو اوبو ، صفائي او ښه برتھ اسپيسنګ قامي ترجيحات وګرځول۔د خزاني وزير ووئيل نړيوال بانك د خپل کنټري پارټنرشپ فريم ورك ترمخه تر راروانو لسو كلونو دوه اربه ډالرو وركولو عزم كړے كوم چې د سټنټنګ كښې کمي، تعليمي معيار او موسمياتي بدلون ته پام لرنه ده