سردار اياز صادق په غير ذمه واره بيانونو سخت ريمارکس، ايوان او د جمهوري نظام دفاع له د عزم پخلے

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډي په مهال د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق تيره ورځ د يو غړي د اړخه د غير ذمه واره ، اشتعال لرونكې او د جمهوريت په مخالف بيانونو د سختې اندیښنې څرګندونه وكړه۔ ايوان ته وينا كښې سپيکر ووئيل ياد شوي غړي اول د اپوزيشن لابي كښې دا اعلان كړے ؤ چې د ايوان په کارروائي كښې مداخلت …

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ غونډي په مهال د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق تيره ورځ د يو غړي د اړخه د غير ذمه واره ، اشتعال لرونكې او د جمهوريت په مخالف بيانونو د سختې اندیښنې څرګندونه وكړه۔ ايوان ته وينا كښې سپيکر ووئيل ياد شوي غړي اول د اپوزيشن لابي كښې دا اعلان كړے ؤ چې د ايوان په کارروائي كښې مداخلت کولو لپاره به تر چيئر رسيدو هڅي كوم كوم چې د پارليماني اصولو او ضابطو ښكاره خلاف ورزي ده۔ده ووئيل هغه غړي د دغې نه پس په يو بل انتهائي غير ذمه واره بيان وركولو د اولس استعمالولو او د قامي اسمبلۍ او سېنېټ کارروائي مخنيوي كولو دهړكه وركړه كوم به چې چري هم ونه زغملې شې۔سردار اياز صادق يادګېرنه وكړه چې 2014ء كښې هم هېواد د دې نوعيت صورتحال سره مخ شوے ؤ خو هغه وخت پارليمان د آئين او جمهوريت تحفظ لپاره قوي كردار ترسره كړو او نن هم چمتو دے خو د داسې كوم ډول هڅې به بشپړه مقابله کولې شي۔ده په ټولو غړو زور راوړو چې داسې سوچ او بيانونه په اجتماعي توګه مسترد کړي او دا خبره باوري كړي چې د پارليمنټ بر لاسي، آئيني نظام او د جمهوري روايات به په هر ډول تحفظ کولې شي