د حج كال 2026 په موقع به 98 ډاكټرز او 196 طبي عمله د حاجيانو خدمات ترسره كوي

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د كال 2026 حج په مهال به په ميډيكل مشن كښې 98 ډاکټرز او 196 طبي عمله په حجاز مقدس كښې د حاجيانو د درملنې خدمات ترسره كوي۔ د مذهبي چارو وزارت لخوا په دې لړ كښې د طلب كړو درخواستونو وروستۍ نيټه 2 دسمبر مقرر كړې شوې ٬ د طبي عملےې د لږ نه لږ عمر 25 كاله او زيات نه زيات …

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د كال 2026 حج په مهال به په ميډيكل مشن كښې 98 ډاکټرز او 196 طبي عمله په حجاز مقدس كښې د حاجيانو د درملنې خدمات ترسره كوي۔ د مذهبي چارو وزارت لخوا په دې لړ كښې د طلب كړو درخواستونو وروستۍ نيټه 2 دسمبر مقرر كړې شوې ٬ د طبي عملےې د لږ نه لږ عمر 25 كاله او زيات نه زيات عمر 55 كاله دے٬ كانديدان به په ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال كښې خپل د فټنس سرټيفکيټ هم جمع كوي٬ د كانديدانو به د اېن ټي اېس د لارې انتخاب كېږي٬ ميډيكل مشن لپاره د لږ نه لږ درې كاله د سركاري ملازمت تجربه لازمي ده٬ ريټائرډ اهلکار به اهل نه وي٬ ټاكلې عمله به په سعودي عرب كښې د حج په موقع وظيفه ترسره كوي٬ دا تعيناتي به د وفاقي حکومت د پاليسۍ له مخې كېږي٬ مېرمنو لپاره 30 فيصده كوټه بېل كړې شوې ٬ د يادونې وړ ده د سعودي قوانين يا نظم او نسق خلاف ورزي كوٶنكي كسان به په سمدستي توګه راستنولې شي