اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ګل په ورځ خارجه دفتر كښې د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان ملاقات کړے ۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزير اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان او كاناډا اړيكو كښې د مثبت پيش رفت او د روانو اعليٰ پائې رابطو هركلي …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار سره د کاناډا هائي کمشنر طارق علي خان ملاقات
اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د ګل په ورځ خارجه دفتر كښې د كاناډا هائي کمشنر طارق علي خان ملاقات کړے ۔د خارجه دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزير اعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان او كاناډا اړيكو كښې د مثبت پيش رفت او د روانو اعليٰ پائې رابطو هركلي كولو سره اقتصادي، تجارتي، سرمايه کاري، زرعي او په اوسلي كچه د رابطو په لا زياتولو زور راوړو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير دوه اړخيزه اړيكو وده كښې د پاکستاني کميونټي مهم كردار وستائېلو۔هائي کمشنر د كاناډا کينولا پاکستان درآمد كښې په مرسته د نائب وزيراعظم او خارجه وزير مننه وكړه او د ريکوډك منصوبې د بيرك ګولډ پيش رفت سره سره د نورو كاناډا کمپنيو په پاکستان كښې د سرمايه کارۍ د خوښۍ يې ذکر وكړو۔












