كال 1971، په مشرقی پاکستان كښې د کمال پور معركه ، د دفاعی بريدونو او فائر ډسپلن په نتيجه كښې د دښمن 120 پوځيان ووژل شول ٬ ګن شمير ټپيان

اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) په كال1971 كښې د مشرقي پاكستان په محاذ د محدود وسائلو باوجود د پاك پوځ ځوانانو د هېواد دفاع مقدم وساتله۔ د تفصیلات له مخې د مشرقي پاكستان كمال پور سيمې په پوله د دښمن لخوا د پرله پسې بريدونو لړۍ روانه وه۔ دښمن هند د ترهګر تنظیم مکتی باهنی بټالین سائز فورس د لارې په كمال پور كښې د پاك پوځ په بارډر پوسټ بريد …

اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) په كال1971 كښې د مشرقي پاكستان په محاذ د محدود وسائلو باوجود د پاك پوځ ځوانانو د هېواد دفاع مقدم وساتله۔ د تفصیلات له مخې د مشرقي پاكستان كمال پور سيمې په پوله د دښمن لخوا د پرله پسې بريدونو لړۍ روانه وه۔ دښمن هند د ترهګر تنظیم مکتی باهنی بټالین سائز فورس د لارې په كمال پور كښې د پاك پوځ په بارډر پوسټ بريد وكړو۔ د کمال پور د دفاع ذمه واري د لېفټېننټ اېم علي په مشرۍ كښې بلوچ رجمنټ، وېسټ پاکستان رېنجرز او رضاکارانو ته سپارلې شوې وه۔ د بريد په پېل لېفټېننټ اېم علي ځوانانو ته د دفاعي پوزيشن اختيارولو امر وكړو۔ كله چې ده وليدل چې دښمن بد بد ګېر شوے دے نو په هغوي يې ناڅاپي او سخت بريد وكړو۔ د دغې پېشه ورې تګلارې په نتيجه كښې دښمن سخت زيان سره مخ شو او بېرته په تللو مجبور شو۔ د پاك پوځ د دې دفاعي بريد او فائر ډسپلن په نتيجه كښې د دښمن 120 كسان مړه او يو شمېر نور ټپيان شول۔ د دښمن 14مشین ګنونه ٬ راکټ لانچرز، رېډیو ټرانسمېشن سېټس او د 26 رائفلونو په شمول به لوې مقدار وسله او ګوله بارود په قبضه كښې واخستلے شول۔ د لېفټېننټ اېم علي د مړانې دستان به په تاريخ كښې ياد ساتلې شي