اسلام آباد۔1دسمبر (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سناتور اورنګزېب وئيلي دي موسمياتي بدلون پاكستان لپاره سمدستي او سنګين معاشي حقيقت جوړ شوے ۔ ده د ګل په ورځ د خزانې وزارت كښې د آئي اېف سي صدر ژاں بوكو په مشرۍ كښې راغلې پلاوي سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ په پلاوي كښې د ساؤتھ اېشین فېډرېشن آف اکاؤنټنټس (اېس اے اېف اے) صدر اشفاق …
موسمياتي بدلون د پاكستان لپاره سمدستي او سنګين معاشي حقيقت جوړ شوے٬ د خزانې وفاقي وزير د آئی اېف اے سي صدر ژاں بوکو په مشرۍ كښې پلاوي سره خبرې
اسلام آباد۔1دسمبر (اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سناتور اورنګزېب وئيلي دي موسمياتي بدلون پاكستان لپاره سمدستي او سنګين معاشي حقيقت جوړ شوے ۔ ده د ګل په ورځ د خزانې وزارت كښې د آئي اېف سي صدر ژاں بوكو په مشرۍ كښې راغلې پلاوي سره د ملاقات په مهال خبرې كولې۔ په پلاوي كښې د ساؤتھ اېشین فېډرېشن آف اکاؤنټنټس (اېس اے اېف اے) صدر اشفاق یوسف توله ، او د انسټی ټیوټ آف کاسټ اېنډ مېنجمنټ اکاؤنټنټس آف پاکستان (آئی سی اېم اے پی) صدر غلام مصطفیٰ قاضی هم شامل وؤ۔ په ملاقات كښې آډیټر جنرل آف پاکستان مقبول احمد ګوندل، چیئرمین سېکیورټیز اېنډ اېکسچېنج کمېشن آف پاکستان (اېس ای سی پی) عاکف سعید، او د خزانې سينئر چارواكي هم موجود وو۔ ده اېس اېم ايز ته خپل مالياتي رپورټنګ ته د رسمي شكل وركولو په حاجت زور راوړو او د ډیجیټل اثاثو او د رامخې ته كېدونكي ټېكنالوجيز په حقله يې د پاكستان د فعاله رېګولېټري پېشرفت ذكر وكړو۔ د خزانې وزير د مېلمه پلاوي هركلي كولو سره په نړيواله كچه د اکاؤنټنګ پېشې ته ودې وركولو ، د نړيوال معيار تقويت او مالياتي رپورټنګ كښې شفافيت او اعتماد زياتولو كښې د آئي اېف اے سي د كردار ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان تلپاتې ايجنډا ، موسمیاتی مالي اعانت او د ګرین اکانومي اقدامات هغه نكات دي په كومو چې د آئي اېف اے سي صدر سره خبرې شوي۔ د خزانې وزير د پلاوي مننې كولو سره په نړيوال او سيمه ائيز اكاؤنټنګ فرېم وركس كښې د همكارۍ مضبوطولو د عزم پخلے وكړو او پاكستان كښې يۍ د پلاوي مصروفيات لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔












