اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون لپاره د سينيټ قائمه کميټۍ چيئرپرسن سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د كم عمرۍ واده په ضد په وفاق او صوبو كښې قانون سازي زمونږ لويه كاميابي ده، په هېواد كښې هر كال نزدې 11 زره مېندې مري٬ په پاکستان كښې يو كروړ 90 لكه داسې ماشومانې موجود دي چې په وركوټوالي كښې واده شوي كومه چې په قامي كچه …
د كم عمرۍ واده په ضد په وفاق او صوبو كښې قانون سازي زمونږ كاميابي ده۔ سينيټر شيري رحمان
اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون لپاره د سينيټ قائمه کميټۍ چيئرپرسن سينيټر شيري رحمان وئيلي دي د كم عمرۍ واده په ضد په وفاق او صوبو كښې قانون سازي زمونږ لويه كاميابي ده، په هېواد كښې هر كال نزدې 11 زره مېندې مري٬ په پاکستان كښې يو كروړ 90 لكه داسې ماشومانې موجود دي چې په وركوټوالي كښې واده شوي كومه چې په قامي كچه لويه الميه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ د “پاکستان پاپوليشن سمټ” ته خپلې وېنا كښې كړې۔ سينيټر شيري رحمان ووئيل پاکستان په 2025 كښې د ملګرو ملتونو د پېشنګوئۍ له مخې د اوبو سخت كمي سره مخ دے٬ په كال 2022 كښې په نړۍ كښې پاكستان د موحولياتي بدلون څخه زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ دې ووئيل د پاكستان په نفوس كښې په كلنه توګه 6 ملين زياتوالے كېږي چې ورسره په وسائل فشار زياتېږي، د آبادۍ زياتېدو له امله ماشومان د لوږې ښكار دي او د صحت مركزونه د درملنې نه قاصر دي، دې ووئيل پاكسان كښې 26 مېلينه ماشومان د سكولونو نه بهر دي كوم چې د نوي كول سباون ته د رامخې ته خطر علامت دے۔ شېري رحمان ووئيل د وركوټوالي د واده په ضد په وفاق او صوبو كښې قانون سازي زمونږ لويه كاميابي ده، په هېواد كښې هر كال نزدې 11 زره مېندې مري٬ په پاکستان كښې يو كروړ 90 لكه داسې ماشومانې موجود دي كومې چې په وركوټوالي كښې واده شوې كومه چې په قامي كچه لويه الميه ده۔












