اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي حکومت صحت، غذائيت، تعليم، سماجي تحفظ، اوبو او ځائې حكومت په شان ګڼو څانګو كښې هنګامي اقدامات کوو۔د ګل په ورځ ويډيو لنك د لارې وينا كښې ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د خوراك كمي ښکار وګري او د آبادي مينجمنټ ته په قامي كچه پام لرنه …
د منصوبه بندۍ وزير پروفيسر احسن اقبال د پاکستان پاپوليشن سمټ ته وينا، د خوراك کمي ښکار او د ودانۍ مينجمنټ ته پام لرنه كوو

مزید خبریں
اسلام آباد 01 دسمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي حکومت صحت، غذائيت، تعليم، سماجي تحفظ، اوبو او ځائې حكومت په شان ګڼو څانګو كښې هنګامي اقدامات کوو۔د ګل په ورځ ويډيو لنك د لارې وينا كښې ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د خوراك كمي ښکار وګري او د آبادي مينجمنټ ته په قامي كچه پام لرنه كوي۔۔۔ده ووئيل دا مسئله يواځې د صحت نه بلكه د قامي پيداواريت بحران دے او د پاکستان د اوږدې مودې معاشي پائيدارۍ لپاه خطر هم دے۔ده كال 2050 كښې آبادي تر 370 مليونه رسيدلو امکان د ’’سباؤن استحکام او پرمختګ لپاره چيلنج‘‘ وګرځولو۔پاکستان پاپوليشن سمټ،كوم چې اسلام آباد كښې د ډان ميډيا ګروپ تر سيوري لاندې وشو، آبادۍ كښې د توازن بحالۍ او كوټلي سباؤن جوړولو په اړه قامي مکالمه رامخې ته كوي ۔دغه دوه ورځني سمټ كښې سیاستمدارو ،د معاشیات پوهانو ، پرمختيائي پوهانو، د نجی څانګي لارښودو او نورو پوهانو ګډون وكړو دغسې چې د زياتي شوې آبادۍ د صحت، خوراك، اوبو او په روزګار د راغلي فشار تر مخه وژن جوړ وړاندې كړے شي۔









