د وفاقي وزير جام كمال خان د مصري السويدي اليكټرك صدر او سي اي او انجينئر احمد السويدي سره ملاقات

قاهرہ۔ 1 دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د مصري السويدي اليكټرك صدر او سي اي او انجينئر احمد السويدي سره ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ دلته څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې انجینئر احمد السویدی په پاكستان كښې په موجوده سرمايه كارۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د تجارت وزير هغه د پاكستان د معدنيات په څانګه كښې پراخا امكاناتو …

قاهرہ۔ 1 دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان د مصري السويدي اليكټرك صدر او سي اي او انجينئر احمد السويدي سره ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ دلته څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې په ملاقات كښې انجینئر احمد السویدی په پاكستان كښې په موجوده سرمايه كارۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ د تجارت وزير هغه د پاكستان د معدنيات په څانګه كښې پراخا امكاناتو څخه خبر كړو او د پاكستان په مائننګ سېكټر كښې په لويه كچه د ملكي او بهرنيو سرمايه كارو په زياتېدونكې رغبت يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د تجارت وزير په آئي ټي او ټېكنالوجي سروسز كښې په زړه پورې موقعو مصري كمپنيو ته بريفنګ وركړو۔ مصری کمپنیو پاكستان سره تجارتي او صنعتي همكاري زياتولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ په ملاقات كښې د پاكستان او مصر ترمينځه سرمايه كارۍ او صنعتي مرستې ته په وده وركولو اتفاق هم وكړے شو۔