د ډاكټر طارق فضل چوهدري په ډي آئي خان كښې د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې

اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په ډي آئي خان كښې د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل يو بيان كښې ده ووئيل په ډي آئي خان كښې د امنيتي ځواكونو يوه كاميابۍ كارروايۍ كښې 22 ترهګر وژلې شوي دي۔ د هېواد دښمنه عناصر په ضد دا ستر پېشرفت …

اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري په ډي آئي خان كښې د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروايۍ امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د ګل په ورځ په اېكس خپل يو بيان كښې ده ووئيل په ډي آئي خان كښې د امنيتي ځواكونو يوه كاميابۍ كارروايۍ كښې 22 ترهګر وژلې شوي دي۔ د هېواد دښمنه عناصر په ضد دا ستر پېشرفت د دې خبرې ثبوت دے چې د پاكستان په خاوره ترهګري هېڅ ګنجائش نه لري۔ ده ووئيل سلام دے زمونږ هغه ځوانانو ته كوم چې شپه او ورځ د وطن حفاظت لپاره خپل ژوند خطر سره مخ كوي۔ ده ووئيل كه پاك پروردګار ته منظور وي پاكستان به د امن ٬ استحكام او پرمختګ په لاره دغسې مخ په وړاندې روان وي۔