عامې روغتيا ته د ايډز په څير پيښې خطرې به ختموو: د وزيراعظم شهباز شريف د ايډز نړيوالې ورځې په موقع پيغام

اسلام آباد۔01 دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف ویلي دي چې نن د اېډز په نړیواله ورځ پاکستان نړۍ سره یو ځاې بشپړ غږ پورته كولو سره د دې عزم پخلې كوي چې عامې روغتيا ته پېښې د اېډز په څير لويې خطرې به ختموؤ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اېډز نړيوالې ورځې 1 دسمبر 2025 په موقع خپل پېغام كښې …

اسلام آباد۔01 دسمبر (اے پی پی) وزيراعظم شهباز شریف ویلي دي چې نن د اېډز په نړیواله ورځ پاکستان نړۍ سره یو ځاې بشپړ غږ پورته كولو سره د دې عزم پخلې كوي چې عامې روغتيا ته پېښې د اېډز په څير لويې خطرې به ختموؤ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د اېډز نړيوالې ورځې 1 دسمبر 2025 په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم ووئيل سږکال دا ورځ د “د خنډونو لرې کول او د ایډز په وړاندې د چلند بدلول” تر عنوان لاندې لمانځل کیږي۔ دا موضوع د نوي عزم سره د نویو ننګونو سره د مبارزې اهمیت په ډاګه كوي او موږ ته یادونه کوي چې د خنډونو، ناروغیو، ستونزو او ټولنیزو نابرابریو باوجود د ټولو وګړو د روغتیا او وقار د ساتنې لپاره زمونږ عزم ثابت وي۔ پداسې حال کښې چې اېچ آئي وي وبا په ټوله نړۍ کښې د روغتیا سېسټمونو اغیزمنتوب او موثر فعالیت ازموي، دا مونږ ته یادونه هم کوي چې د دې ناروغۍ سره د مبارزې او د روغتیا سېسټم ډیر اغیزمن کولو لپاره یوه بشپړه ستراتیژي رامینځته کړؤ۔ وزيراعظم ووئيل چې د دې ناروغۍ په وړاندې د خلکو غبرګون او چلند بدلول زيات مهم دي۔ په دې تناظر كښې د درملنو رسول باوري كول ٬ عصري آسانۍ خپلول او په ټولنيزه كچه د يو بل مرسته زياتولو سره ټولو طبقو ته د رسېدلو د لارې په اولسي كچه ددې د دې ناروغتيا په وړاندې غبرګون كښې بدلون رامخے ته كېدے شي۔ ده ووئيل كه يو اړخ ته د صحت نظام ښه كولو او اولس ته د دې رسولو پلو د حكومت پام ګرځول ضروري دي نو بل اړخ ته اېچ آئي وي رنځ سره د مخ وګړي غږ اورېدل هم ضروري دي۔ د صحت تحفظ د وګړو په بنيادي حقونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل په ټولنه كښې دې رنځ سره د تړلې بدنامۍ او ځپليو وګړو سره امتيازي سلوك ختمولو له اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په مجموعي توګه انسان دوست رويې ٬ د روغتيا نظام ښه كولو له سرمايه كاري كولوسره مونږ د اېچ آئي وي په وړاندې رد عمل مضبوط ٬ بشپړ او مؤثر جوړولے شوو۔ مونږ له به په اجتماعي توګه د دې چېلنجز د خواخوږۍ جذبې او جدي رويې سره مقابله كول وي۔ د ایډز له منځه وړلو لپاره باید لومړیتوب لرونکي اقدامات ترسره شي په كومو كښې چې دې خطر سره د مخ طبقو درملنو ته لاس رسي ٬ د صنفي امتيازي سلوك ختمولو ٬ په كوچنيانو كښې مور پلار څخه د اېچ آئي وي منتقلۍ مخنيوې ٬ رنځورانو له د وينې وركول او منشيات كارونكو وګړو كښې ددې خپرېدو كښې كمې راوستل شامل دي۔ وزيراعظم ووئيل راځۍ چې په دې ورځ مونږ دا لوظ وكړو چې كوم هم سماجي ٬ معاشي يا انتظامي خنډ به ددې رنځ په ضد زمونږ د جنګ په لاره كښې حائل نه وي او مونږ به په ګډه د اېډز مقابلې كولو تګلاره بشپړه او فعاله جوړوو۔ د ایډز څخه پاک پاکستان لپاره، راځئ چې متحد شوو او د رحم او امید سره مخ په وړاندې لاړ شوو دغسې چې هر يو وګړي ته روغ صحت سره عزت او وقار ژوند تېرولو موقع ترلاسه شي۔