لاهور۔30 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د بيكن هاؤس اولډ سټوډنټس سوسائټي تر اهتمام لاندې په ايلومنائي ايوارډز دستوره كښې ګډون وكړو او په تعليمي څانګه كښې يۍ د نجي څانګې مهم كردار وستائلو۔ ده ګډون كوؤنكو ته انعامونه هم وركړل۔ د اتوار په ورځ راجوړه كړې شوې دستوره كښې د خزانې صوبائي وزير مجتبیٰ شجاع الرحمٰن، د ژوند بېلو برخو سره تعلق لرونكو …
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د بيكن هاؤس اولډ سټوډنټس سوسائټي تر اهتمام لاندې په ايلومنائي ايوارډز دستوره كښې ګډون ٬ په تعليمي څانګه كښې د نجي څانګې د مهم كردار ستائنه
لاهور۔30 نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ د بيكن هاؤس اولډ سټوډنټس سوسائټي تر اهتمام لاندې په ايلومنائي ايوارډز دستوره كښې ګډون وكړو او په تعليمي څانګه كښې يۍ د نجي څانګې مهم كردار وستائلو۔ ده ګډون كوؤنكو ته انعامونه هم وركړل۔ د اتوار په ورځ راجوړه كړې شوې دستوره كښې د خزانې صوبائي وزير مجتبیٰ شجاع الرحمٰن، د ژوند بېلو برخو سره تعلق لرونكو وګړو ٬ استاذانو او ادارې څخه فراغت ترلاسه كوونكو زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ وفاقي وزير په تعليمي څانګه كښې د نجي څانګې د كردار ستائنه كولو سره ووئيل د ځوانانو د كار استعداد كښې زياتوالې او په دې څانګه كښې سرمايه كاري زياته مهمه ده۔ ده په ماسکو كښې په شوي یوریشین فلم اکېډمی ایوارډز ، ډائمنډ بټر فلائی كښې د پاکستانی فلم دیمک په كاميابۍ ټولې ډلې له مباركي وركولو سره د ايوارډ ترلاسه كوؤنكو ستائنه وكړه۔ ده ايوارډ ترلاسه كوؤنكو له مباركي هم وركړه۔












