د مصري خارجه وزير د پاكستان دوره ٬ سول او عسكري مشرتابه سره ملاقاتونه ٬ د دواړو اړخونو سيمه ييز امن ٬ استحكام او سوكالۍ له په ګډه د كار روان ساتلو خپل عزم پخلے

اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د مرستيال وزيراعظم او خارجه وزير سېناتور اسحاق ډار په بلنه د مصر خارجه وزير د پاكستان دورې په مهال سول او عسكري مشرتابه سره ملاقاتونه وكړل٬ دواړو اړخونو د سیاسی، اقتصادی، تجارتی او دفاعی اړيكو ٬ كلتوري او تعليمي مرستې او د روغتيا په څانګه كښې د اشتراك په شمول د پاكستان او مصر دوه اړخيزه اړيكو ټولو برخو جاج واغست٬ فريقينو سيمه ييز امن …

اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د مرستيال وزيراعظم او خارجه وزير سېناتور اسحاق ډار په بلنه د مصر خارجه وزير د پاكستان دورې په مهال سول او عسكري مشرتابه سره ملاقاتونه وكړل٬ دواړو اړخونو د سیاسی، اقتصادی، تجارتی او دفاعی اړيكو ٬ كلتوري او تعليمي مرستې او د روغتيا په څانګه كښې د اشتراك په شمول د پاكستان او مصر دوه اړخيزه اړيكو ټولو برخو جاج واغست٬ فريقينو سيمه ييز امن ٬ استحكام او شريكې سوكالۍ له په ګډه د كار روان ساتلو خپل عزم پخلے وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د اتوار په ورځ د جاري شوي بيان له مخې د مرستيال وزيراعظم او خارجه وزير په بلنه مصري خارجه وزير ډاكټر بدر احمد اېم عبد العاطي د روانې نومبر مياشتې په 29 مې څخه تر 30 مې نېټې د پاكستان سركاري دوره وكړه۔ د دورې په مهال د مصر خارجه وزير په خارجه وزارت كښې مرستيال وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار سره ملاقات وكړو۔ دواړو اړخونو د سیاسی، اقتصادی، تجارتی او دفاعی اړيكو ٬ كلتوري او تعليمي مرستې او د روغتيا په څانګه كښې د اشتراك په شمول د پاكستان او مصر دوه اړخيزه اړيكو ټولو برخو جاج واغست چې په كښې د پاكستان د هېپاټائټس سی ختمولو قومي هڅو كښې د مصر معاونت هم شامل دے۔ په دې مهال كاروباري او اقتصادي مرستې ته وده وركولو له دواړو اړخونو د نجي څانګې په همكاريو كښې سهولت او تجارتي رابطو ته وسعت لپاره د كوټلې ګامونو په پورته كولو موافقت وكړو۔ دوئي پرېكړه وكړه چې وېزہ سهولت لپاره به اول 250 كاروباري كورنۍ غوره كولې شي او په دويم پړاؤ كښې به دا شمېر 500 ته رسولې شي۔ دوئي د پاکستان-مصر بزنس کونسل جوړولو پرېكړه وكړه۔ دواړو دوه اړخيزه ادارہ جاتی طریقه کار فعال كولو له د كال 2026 په اولني ربع كښې د غړو په كچه د غونډې كولو عزم پخلے وكړو۔ مصري خارجه وزير پاكستاني زده كوؤنكو لپاره د جامعة الازهر د سكالرشپس يو په دوه كولو اعلان هم وكړو۔ دواړو لارښودو په سيمه ييزو او نړيوالو چارو هم دخيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو كال 1967 څخه وړاندې پولو او القدس شريف پلازمينې سره د يو آزاد ٬ خپلواكه فلسطيني رياست جوړېدو سره د اړوند خپل دريځ پخلے وكړو۔ د مصر خارجه وزير صدر مملکت آصف علی زرداری سره هم ملاقات وكړو۔ صدر مملکت د پاکستان او مصر ترمينځه په تاريخي اړيكو زور راوړو او په ټولو څانګو كښې د همكارۍ په زياتولو كښې يۍ خوښي ښكاره كړه۔ په دې مهال په دوه اړخيزه مرسته ٬ سيمه اييز استحكام او په غزه كښې د بشري صورتحال په معاملو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ د مصر خارجه وزير په جنرل هېډ كوارټرز كښې فیلډ مارشل سید عاصم منېر سره هم ملاقات وكړو۔ دواړو په دفاعی مرسته ٬ پوځي تبادلې ٬ تربيتي اشتراك ٬ سيمه ايز امن او استحكام خبرې وكړې۔ دواړو اړخونو د دواړو هېوادونو د وسله والو پوځونو ترمينځه د اعلی كچې مصروفيت روان ساتلو په اهميت زور راوړو۔ ډاكټر عبد العاطي په اسلام آباد كښې د پاكستان د كاروباري ورورولۍ غړو سره هم خبرې وكړې په كومو كښې چې تجارت او سرمايه كارۍ ته د ودې وركولو امكانات په ډاګه كړې شول۔ د مصر خارجه وزير دورې د پاكستان – مصر پخوانيو اړيكو لا مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كړو او د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې يۍ د مرستې لا زياتولو يوه موقعې رامخې ته كړه۔ دواړو اړخونو سيمه ايز امن ٬ استحكام او ګډې سوكالۍ لپاره په ګډه د كار روان ساتلو عزم پخلے وكړو۔