اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د مصر د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر بدر احمد عبدالعطي ملاقات وكړو او هغه سره يۍ په دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز او نړیوال وضعیت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر ميډيا څانګې له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې صدر مملكت وویل چې پاکستان له مصر سره خپلو اوږد مهاله …
صدر مملكت آصف علي زرداري سره د مصري خارجه وزير ملاقات ٬ په دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز او نړیوال وضعیت د خيالاتو څرګندونه
اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) صدر مملكت آصف علي زرداري سره د مصر د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر بدر احمد عبدالعطي ملاقات وكړو او هغه سره يۍ په دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز او نړیوال وضعیت د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر ميډيا څانګې له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې صدر مملكت وویل چې پاکستان له مصر سره خپلو اوږد مهاله او د ورورولۍ اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي، چې په ګډو باورونو او متقابل درناوي ولاړې دي۔ هغه وویل چې دواړه هيوادونه باید دا اړیکې لا منظم او راتلونکي ته په پام سره همکارۍ ته واړوي۔ صدر مملكت آصف علي زرداري ټینګار وکړ چې د پاکستان او مصر ترمنځ د 77 کلونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د بشپړېدو په تناظر كښې د سوداګرۍ، پانګونې او خلکو ترمنځ د اړیکو لا فعالولو ته اړتیا ده۔ هغه د توان ٬ لاجسټكس ٬ تعميراتو ٬ آئي ټي او كركيلې په شمول بېلو برخو كښې زياتېدونكو موقعو څخه ګټه پورته كولو له د مصري سرمايه كارۍ ودې ډاډګيرنه وكړه۔ د مصر د بهرنیو چارو وزیر د مصر د صدر ځانګړی پیغام صدر مملكت آصف علي زرداري ته ورسولو او په بېلو څانګو كښې يۍ پاكستان سره د همكارۍ په زياتولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ دواړو په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او امن ٬ استحكام و پرمختګ ته وده وركولو له يۍ په ګډه د هڅو روانو ساتلو عزم تكرار كړو۔ له دې مخکې، د ولسمشر او د مصر د بهرنیو چارو وزیر ترمنځ یو په یو لیدنه وشوه چې په کښې د دوه اړخیزو ګټو په مهمو مسئلو خبرې وشوې. په دې موقع مرستیال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار، سناتوره شیري رحمان، سید نیر حسین بخاري ٬ د بهرنیو چارو سېكرټري او په پاكستان كښې د مصر سفير ډاکټر احاب اېم عبدالحمید حسن هم موجود وو۔












