د پي ټي آئی هيواد دښمنه عناصرو سره اړیکې افشا شوي دي، د خیبر پښتونخوا حکومت کمزورۍ او كوتاھي د دراندازۍ پيښو زياتيدو تر ټولو لوے سبب دے: عطاﺀ تارړ

لاهور۔30نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاء تارړ وئیلي دي چې د پي ټي آئی هېواد دښمنه عناصرو سره اړیکې افشا شوي دي، د خیبر پښتونخوا حکومت کمزورۍ او كوتاھۍ د دراندازۍ پېښو تر ټولو لوے سبب دے٬ په تېرو دولسو کلونو کښې په خېبر پښتونخوا کښې د پراسيكيوشن یو اغېزمن نظام نه دے رامخے ته شوې ٬ په صوبه كښې د تېرو دریو کلونو په مهال …

لاهور۔30نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزیر عطاء تارړ وئیلي دي چې د پي ټي آئی هېواد دښمنه عناصرو سره اړیکې افشا شوي دي، د خیبر پښتونخوا حکومت کمزورۍ او كوتاھۍ د دراندازۍ پېښو تر ټولو لوے سبب دے٬ په تېرو دولسو کلونو کښې په خېبر پښتونخوا کښې د پراسيكيوشن یو اغېزمن نظام نه دے رامخے ته شوې ٬ په صوبه كښې د تېرو دریو کلونو په مهال د زرګونو په شمېر مقدمې ځنډ سره مخ دي او نزدې په څلورو زرو مقدمو كښې تر دې دمه فرد جرم نه دے لګولے شوے٬ د خېبر پښتونخوا وزیر اعلی په دې پوهیږي چې څنګه د اډیاله جېل څخه بهر نعرې پورته كړي خو هغه په پراسيكيوشن نه پوهېږي٬ په دولس نیمو کلونو کښې د پي ټي آی حکومت د نان کسټم پېډ موټرو مخه نه شي نیولې، ملي خزانه د نان کسټم پېډ موټرو له امله د اربونو روپو زيان سره مخ كيږي٬ په خیبر پښتونخوا کښې د مخدره توکو قاچاق ته وده ورکول کیږي، د جنوري 2025 څخه تر اګست 2025 پورې په صوبه کې د مخدره توکو د قاچاق له لسو زرو څخه ډیر مقدمې ثبت شوي، د خیبر پښتونخوا حکومت كاركردګي صفر ده۔ د اتوار په ورځ دلته د ترهګرۍ په ضد د خېبر پښتونخوا حكومت د كوتاهو او د پي ټي آئي د هېواد په ضد په روان چلند خپلو خبرو كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل څو ورځو څخه په هېواد كښې د سياسي بې ثباتۍ او بې بنسټه ډنډورو رامخ ېته كولو منظمې هڅې كولې شي د كومو شا چې د پي ټي آئي هېواد مخالف رويه او ددې ښكاره سازش كار كوي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي هېواد دښمنه عناصر سره اړيكې افشا شوي دي۔ ده ووئيل تېره ورځ ډي جي آئي اېس پي آر سينئر ميډيا استازو سره په ملاقات كښې د ترهګرۍ په ضد په روانو اقداماتو تفصيلي خبرې وكړې۔ ده دا هم ووئيل چې په كومه طريقه بارډر محفوظ كولې شي بياهم د ضلعي انتظاميې ٬ صوبائي حكومت او پوليزو ضلعو د كمزورۍ له امله په بعض ځايونو كښې دراندازي كيږي۔ ده ووئيل د پاك پوځ ځوانان او افسران چې كوم ګېپ خپلو وينو سره ډكوي هغه د صوبائي حكومت د غفلت او كمزورو له امله پېدا كيږي۔ ده په ډاګه كره چې د ہ پراسیکیوشن نظام د صوبائي حكومت ماتحت وي ۔ ده وئيل د خېبر پښتونخوا وزيراعلی د اډياله زندان مخې په نعرو پورته كولو پوهېږي خو هغه ته د پراسیکیوشن سپېلنګ هم نه ورځي۔ ده ووئيل دا بېخي د پراسیکیوشن ناكامي ده چې يو صوبائي حكومت په دولس نيم كاله كښې فعاله پراسیکیوشن نظام جوړ نه كړے شو او نه يۍ د ترهګرۍ په مقدمو كښې د سزا وركولو كوم مضبوط نظام جوړ كړو۔ ده ووئيل په صوبه كښې د تېرو دریو کلونو په مهال د زرګونو په شمېر مقدمې ځنډ سره مخ دي او نزدې په څلورو زرو مقدمو كښې تر دې دمه فرد جرم نه دے لګولے شوے۔ وفاقي وزير ووئيل خېيبر پښتونخوا يوازينۍ صوبه ده چرته چې د زرګونو په شمېر نان كسټم پېډ ګاډي چليږي٬ په دولس نیمو کلونو کښې د پي ټي آی حکومت د نان کسټم پېډ موټرو مخه نه شي نیولې، ملي خزانه د نان کسټم پېډ موټرو له امله د اربونو روپو زيان سره مخ كيږي۔ ده ووئيل ددې په شا د سياستمدارو مجرمانو ٬ كريمنلز او ترهګرو سره جوړې جاړې دي۔ ده ووئيل نن څخه څو كاله آګاهو په بشام كښې يوه حساسه پېښه رامخې ته شوه په كومه كښې چې نان كسټم پېډا ګاډے كارولے شوے ؤ۔ ده ووئيل نان كسټم پېډا ګاډے چېك كول آيا د پوځ كار دے؟ دا د صوبائي حكومت كار دے۔ 12 نيم كالو كښې دا د چا ذمه واري وه چې د منشاتو پېسه په ترهګرۍ كښې كارولې شي۔ ده ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د منشياتو قاچاق ته وده وركولې شي۔ دوئي ترهګرو ته سزا نه وركوي۔ د كال 2025 جنورۍ مياشتې څخه تر اګست مياشت په صوبه كښې د ډرګ ټرېفکنګ 10 څخه زياتو كېسونو كښې يوازې په 679 کېسونو كښې سزا شوې ده۔ وفاقي وزير ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې غرونو څخه ماربل راويستلې شي ٬ د مائنز غېر قانوني ټھېكې وركوې شي٬ د دې اثر په ماحولياتو پرېوزي٬ غرونه خالي كيږي او دوئي خپلو خلكو ته ټھېكې وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل په موجوده دور كښې اېف بي آر ريفارمز شوي٬ د نړيوال بنك په كچه د وفاقي حكومت ستائنه شوې٬ اېف بي آر ټېكس جمع كوي ٬ وزیراعظم شریف اصلاحاتو ته خاص پام ګرځولے دے او بل اړخ ته د خېبر پښتونخوا حكومت د غرونو ماتول ٬ ترهګري ٬ ډرګ مافيا ٬ ټمبر مافيا او ټوبېكو مافيا پروموټ كوي۔ ده ووئي دوئي د كال د 2300 ارب روپو ټېكس خوري ٬ په دې به څوك هم خبره نه كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل كه نان کسټم پېډ ګاډي رجسټرډ شي نو د دې 800 اربه روپۍ تخمينه لګولې شوې ده كومه چې قومي خزانې ته راتللې شي٬ كه ټوبېكو ټېكس وركول پیل كړي نو د 500 اربه روپو ټېكس دوئي څخه ترلاسه كېدې شي۔ وفاقي وزير ووئيل كله چې افغانستان څخه دراندازي وشوه نو پاك پوځ په بشپړ ډول وتمبوله۔ دوئي پوستې او سامان پرېښودو او وتښتېدل٬ د پي ټي آئي حكومت ته په دې خفګان شوے۔ دا نن هم د افغانستان په ملاتړ كښې د هغوي وياند جوړ شوے دے۔ وفاقي وزير ووئيل په اسلام آباد محكمه كښې افغانستان په بشپړ ډول ككړ دے٬ په دې اړه د صوبائي حكومت او وزيراعلی سهېل آفريدي لخوا د غندنې بيان رامخے ته نه شو۔ ده ووئيل د اسلام آباد چاؤدنې څخه وروستو محمود خان اچكزئي په اسمبلۍ كښې يوازې په كابل خبره وكړه٬ په دې مينه نه پوهېږؤ چې د يو هېواد خاوره ستاسو په ضد كارولې شي ٬ ترهګر دغې ځايې څخه پاكستان ته راځي او دوئي د هغوي په حق كښې خبره كوي۔ ده ووئيل د باني پي ټي آئي درې واړه خوېندې د مئي په 9 مه نېټه په كور كمانډر هاؤس كښې موجود وې خو دوئي خپل انجام ته ځكه رسولې نه شي چې بيا به دوئي د انتقامي كارروايۍ خبرې كوي۔ ده ووئيل د باني پي ټي آئي خوېندې اوس خپل ورور لپاره انډين او افغان چېنلې كاروي۔ آيا نورين خان نيازي انډين نيوز چنېل سره مركه كښې وئيلي چې زه د مودي غندنه كوم؟ آيا په پاكستان كښې يۍ د معصوم كوچنيانو د شهادت او د ارتضیٰ عباس خبره وكړه؟ د مریدکے، بهاولپور شهيدانو او د پاك پوځ د شهيد شوو افسرانو او ځوانانو خبره يۍ وكړه يا يۍ هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كړې؟ ده ووئيل د شرم خبره ده چې دوئي په انډين چېنلو پاكستان بدناموي۔ ده ووئيل دوئي په انډين چېنلو نه د كشميري اولس خبره كوي او نه د معركه حق٬ دوئي دغلته يوازې د خپل بنديوان په اړه خبره كوي كوم چې د كرپشن په كېس كښې دننه دے ٬ په كوم چې د 190 ملين پاؤنډ كرپشن ثابت شوے دے۔ ده ووئيل د پي ټي آئي مېرمن لارښوده د افغانستان او انډين ميډيا د لارې بې بنسټه ډنډورې كوي چې د دوئي د لارښود ژوند خطر سره مخ دے۔ ده ووئيل د پي ټي آئي باني روزانه څو ساعته منډې وهي٬ وي وي آئي پي بنديوان د يو فائيو سټار هوټل په څير آسانۍ ترلاسه كوي۔ ده ووئيل كاش دوئي په انډين ميډيا د معركه حق خبره كړې وې٬ د هند د 7 نسكور كړې شوو الوتكو خبره يۍ كړې وې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي چې څومره اكاؤنټس د پوځ په ضد زهر نولي هغه ټول هندوستان او افغانستان څخه چلېږي۔ ده ووئيل وزيراعظم په دې ښكاره وئيلي چې د پروپېګنډا زهرجنې ډنډورې كوؤنكو مخنيوې به كولې شي۔ ده ووئيل د اېکس نوي فيچر څخه دا ثابتېږي چې اېنټی فوج، اېنټی پاکستان اکاونټس انډیا او افغانستان څخه آپرېټ كيږي۔ ده ووئيل پي ټي يئي هند او افغانستان سره اړيكې لري۔ دوئي غواړي چې پاك پوځ زيان سره مخ شي۔ ده ووئيل مونږ څلور چنده زيات قوت لرونكي دښمن ته ماتې وركړه نو دوئي څه دي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي باني سره د ملاقات غوښتنه غېر قانوني ده۔ ده ووئيل دوئي روزانه يوه نه يوه د دروغو پروپېګنډا كوي٬ مونږ ډېر زيات صبر كړے دے٬ د دوئي پروپېګنډې به نه چېلږي۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت پرمختګ كړې ٬ د نړۍ مالياتي ادارې د پاكستان د اقتصادي اصلاحاتو ستائنه كوي۔ د دوئي په دور كښې کرنټ اکاونټ خساره زياته شوې وه ٬ ګراني زياته وه ٬ د سود شرح زياته وه ٬ اوس د سود شرح كمه شوې ده٬ ګراني كمه شوې ده٬ د غېر ملكي زر مبادلې پنګې زياتې شوي دي۔ ترسيلات زر زيات شوي دي۔ تېره مياشت د 3.4 ارب ډالر ريكارډ ترسيلات پاكستان ته راغلل۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې پاتې كېدو د پاكستان په ضد سازش كوؤنكي به كله هم كامياب نه شي ٬ پاكستان به تل قوي وي او ددې په عزت او وقار كښې به زياتوالې كيږي۔