اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د پاکستان مرستیال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار ویلي دي چې نن، لکه څنګه چې نړیواله ټولنه د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ لمانځي، پاکستان د خپلو فلسطیني وروڼو او خویندو د وقار، آزادۍ او نه جلا کېدونکو حقونو لپاره خپل نه كمزورې كېدونكې ډېپلوماتیک ملاتړ تکراروي۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اتوار په ورځ د فلسطین له …
پاکستان د خپلو فلسطیني وروڼو او خویندو د وقار، آزادۍ او نه جلا کيدونکو حقونو لپاره خپل نه كمزورې كيدونكے سفارتي ملاتړ تکراروي: مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) د پاکستان مرستیال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار ویلي دي چې نن، لکه څنګه چې نړیواله ټولنه د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ لمانځي، پاکستان د خپلو فلسطیني وروڼو او خویندو د وقار، آزادۍ او نه جلا کېدونکو حقونو لپاره خپل نه كمزورې كېدونكې ډېپلوماتیک ملاتړ تکراروي۔ د بهرنیو چارو وزارت لخوا د اتوار په ورځ د فلسطین له خلکو سره د پیوستون د نړیوالې ورځې په اړه په یوه پیغام کښې مرستیال وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار وویل چې د نسلونو راهیسې، فلسطیني خلک د منظم بې ځایه کېدو، جارحيت او تاوتریخوالي او ویجاړونکو محرومیتونو سره مخ دي۔ د دوی کورونه، ښوونځي، روغتونونه او اساسي تاسیسات د دې دوامداره آزموینې زیان پورته كړې دې۔ هغه وویل چې په فلسطین کښې د بشري کړاوونو ٬ شدت د نړیوالې ټولنې څخه د سمدستي، قوي او انساني غبرګون غوښتنه کوي۔ د اسراییلو لخوا د ترسره شوي جنګي جرمونو او نسل وژنې لپاره حساب ورکول د نړیوال قانون له مخې ضروري دے۔ په غزه کښې د اسراییلو دوامداره او بې رحمه وحشت دا د انسانیت او نړیوال وجدان قبرستان ګرځولے دے. دا وضعیت نه خو د زغملو دے او نه پرته له انصاف پرېښودلو دے۔ په دې مهم پړاو کښې، وروستۍ ډیپلوماتیکې هڅې، په ځانګړې توګه د دوه رياستونو حل لارې او د غزې د سولې پلان په اړه د لوړې کچې کنفرنس، د تاوتریخوالي د نه ختمیدونکي دور بندولو او تلپاتې سوله ترلاسه کولو لپاره یو حقيقي فرصت وړاندې کوي. اوس د نړیوالې ټولنې لپاره ضروري ده چې دایمي اوربند یقیني کړي۔ مرستیال وزيراعظم وویل چې اسراییل باید د بشري مرستو بې خنډه رسول باوري كړي، له غزې څخه خپل ټول ځواکونه په بشپړه توګه وباسي، د ملګرو ملتونو د ادارو، په ځانګړې توګه د يو اېن آر ډبليو اے (د ملګرو ملتونو د مرستې او کار اداره) کار په بشپړه توګه اسان کړي، او د غزې بیارغونې او بحالۍ لپاره اړین حالات ممكن كړي۔ دغسې په لویدیځه غاړه کښې د جدي وضعیت حل هم بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري، چرته چې د غیرقانوني اسراییلي میشت ځایونو پراختیا او هغه اقدامات چې د فلسطیني سیمو جغرافيائي وحدت ته زیان رسوي دوامدارې سولې لپاره جدي خنډ دے۔ دا اقدامات د نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده او دوه رياستي حل لپاره مستقل خنډ دے، کوم چې په سیمه کې د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره یوازینۍ عملي لاره ده۔ پاکستان د فلسطین د مسلې لپاره د عادلانه، دوامداره او جامع حل لپاره خپل نه بدلېدونكے ملاتړ بیا تکراروي كوم چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو پرېكړو سره سم دے۔ په كښې د يو آزاد ٬ خپلواکه او متصل رياست فلسطين جوړېدل شامل دي كوم چې كال 1967 څخه وړاندې پولې او پلازمينه القدس لري۔ د پاکستان مرستیال وزير اعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار وویل چې په دې ورځ او تر هغه چې انصاف ترلاسه شوے نه وي ٬ پاکستان د خپلو فلسطیني وروڼو او خویندو سره د آزادۍ، وقار او د دوی د نه جلا کیدونکي حق لپاره د دوی په عادلانه مبارزه کښې نه كېدونكي پیوستون سره ولاړ دے










