اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سيمه ايز تاٶ تريخوالي خاتمې او د شخړو هواري لپاره د خبرو اترو او سفارت کارۍ په اهميت زور راوړلو سره ووئيل پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام ته د ودې وركولو عزم لري۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د …
وزيراعظم سره د پولينډ خاص خدمات لپاره وزير و سلاحكار وليدل٬ پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام ته د ودې وركولو عزم لري۔ شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سيمه ايز تاٶ تريخوالي خاتمې او د شخړو هواري لپاره د خبرو اترو او سفارت کارۍ په اهميت زور راوړلو سره ووئيل پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام ته د ودې وركولو عزم لري۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د پولېنډ د کونسل آف منسټرز ممبر وزير او خاص خدمات لپاره سلاحكار ټوماش شيمونياك وليدل۔ وزيراعظم د پاکستان او پولېنډ په اړيكو كښې په مثبت پيشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره ووئيل پاكستان دا تاريخي دوستي په تل باتي٬ قوي و ګڼ اړخيزه شراكتدارۍ بدلولو له خوښي لري۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوسنو روابطو جاج اخستو سره د دوه اړخيزه اړيكو ودې لپاره د لوړې كچې د قيادت د تبادلو په اهميت زور راوړو۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو د كاروباري وروروليو ترمېنځه د روابطو د ودې په ضرورت هم زور راړو۔ وزيراعظم د اروپائي ائتلاف د جي اېس پي پلس سکيم په حواله د پاکستان په ملاتړ كولو د پولېنډ مننې كولو سره دا باور څرګند كړو چه دواړه هېوادونه به په ټولو څانګو كښې خپلې اړيكې لا مستحكمې كړي۔ د ملاقات په مهال ډلو په مهمو سيمه ايزو و نړيوالو چارو په خاص توګه د مېنځني ختيز په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د سيمه ايز تاٶ تريخوالي خاتمې او د شخړو هواري لپاره د خبرو اترو او سفارت کارۍ په اهميت زور راوړلو سره ووئيل پاكستان په منطقه كښې امن او استحكام ته د ودې وركولو عزم لري۔









