دوحه۔ 5 اكتوبر(اے پي پي) د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز د قطر امير شيخ تميم بن آل ثاني ته په دويم جي سي سي٬ يورپي سمټ كښې د ګدون بلنه وركړه كوم به چې د مملكت په كوربتوب كښې په 24 اكتوبر كېږي ۔ د ارودو نيوز تر مخه قطر كښې د سعودي سفير شهزاده سعد بن منصور تېره ورځ لوسېل پيلس كښې د قطر امير …
د سعودي فرمانروا د قطر امير له په اكتوبر كښې كېدونكې جي سي سي ٬ يورپي سمټ كښې د ګدون بلنه وركړه

مزید خبریں
دوحه۔ 5 اكتوبر(اے پي پي) د سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز د قطر امير شيخ تميم بن آل ثاني ته په دويم جي سي سي٬ يورپي سمټ كښې د ګدون بلنه وركړه كوم به چې د مملكت په كوربتوب كښې په 24 اكتوبر كېږي ۔ د ارودو نيوز تر مخه قطر كښې د سعودي سفير شهزاده سعد بن منصور تېره ورځ لوسېل پيلس كښې د قطر امير سره ملاقات وكړو او هغه ته يې بلنه ورسوله ۔ د ملاقات په مهال د سعودي عرب او قطر تر مينځه اړيكو ته د لا ودې وركولو او د مضبوطولو په لارو چارو خبرې وشوې۔د دې نه وړاندې د سعودي فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز د كوېت امير شيخ مشعل الاحمد الجابر الصباح او د بحرېن بادشاه حمد بن عيسې آل خليفه ته جي سي سي ٬ يورپي سمټ كښې د ګدون بلنه وركړې وه۔









