د پي ټي آئي لارښود په بلټ پروف ګاړو کښې پټ شول او کاركنان یې مخكښې کړل: د دفاع وزير خواجه آصف

  اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئی) د مشرتابه او احتجاج په ستراتیژۍ سختې نیوکې کړې دي او وئیلي یې دي چې کاركنان سړکونو ته راوستل او ځانونه په محفوظو موټرو كښې پټول كومه مړانه نه ده۔ د دفاع وزیر په اېکس خپل يو بيان كښې ووئيل د پي ټي آئي وسله وال کارګران په سړکونو ولاړ دي او تش …

 

اسلام آباد۔5اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزیر خواجه آصف د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئی) د مشرتابه او احتجاج په ستراتیژۍ سختې نیوکې کړې دي او وئیلي یې دي چې کاركنان سړکونو ته راوستل او ځانونه په محفوظو موټرو كښې پټول كومه مړانه نه ده۔ د دفاع وزیر په اېکس خپل يو بيان كښې ووئيل د پي ټي آئي وسله وال کارګران په سړکونو ولاړ دي او تش په نامه زړور مشران بم پروف او بلټ پروف سركاري ګاډو كښې د منږكانو په څیر پټ دي۔ هغه ووئيل که یو مشر په ریښتیا زړور وي او په كرپشن کښې مجرم نه وي، نو هغه کارګرانو سره څنګ په څنګ ولاړ پاتې كيږي او هېڅكله د سركاري وسائلو تر شا نه پټېږي۔د دې ادعا سره چې د پي ټي آئي احتجاج د عدالت د حکمونو او موافقو شرایطو څخه ښکاره سرغړونه ده ٬ خواجه آصف ووئیل په لاریون کښې په ښکاره ډول چورلكه ٬ سركاري وسائل او وسله والې ډلې كارولې شي۔ هغه دا پوښتنه وکړه چې که څه هم خبرې اترې ګټورې شوې وې نو كوم ضمانت ؤ چې دا ګوند به د موافقو شوو چارو احترام وکړي؟ د دفاع وزیر د ترهګرۍ خلاف د ملي اجماع او د تحریک انصاف د چلند په اړه ووئیل په نېشنل اېكشن پلان ټول قام متفق دے خو تحریک انصاف په دې راضي نه دے۔هغه ووئیل  که له افغانستان څخه ډرون بریدونه وي یا ترهګریزې پېښې، او که زمونږ د پوځ، پیرا ملټري يا پوليس ځوانان شهيدان شي ، نو د تحریک انصاف له خوا نه مقاومت راځي او نه كومه غندنه۔ خواجه آصف په طنزیه ډول ووئیل دوی ادعا کوله چې په سومنات به برید اوشي، خو دا اسلام آباد دے، د تحریک انصاف مشرتابه باید اوس د غزني له ذهنیت څخه بهر راووځي۔