اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د پاکستان پیپلز ګوند د 58 مې تاسيس ورځې په موقعه د ګوند باني شهيد ذوالفقار علی بھټو او شهیدې محترمه بېظیر بھټو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د دوئي وژن ٬ همت او قربانيو د پاكستان جمهوري بنيادونه مضبوط كړي دي او ددې اثر په څو څو نسلونو مرتب پاتے شوے دے۔ د خالي په ورځ د …
د بهټو او بے نظير وژن ، همت او قربانیو د پاکستان جمهوری بنیادونه مضبوط كړل٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان پي پيپلز ګوند د تاسيس ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔30نومبر(اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری د پاکستان پیپلز ګوند د 58 مې تاسيس ورځې په موقعه د ګوند باني شهيد ذوالفقار علی بھټو او شهیدې محترمه بېظیر بھټو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د دوئي وژن ٬ همت او قربانيو د پاكستان جمهوري بنيادونه مضبوط كړي دي او ددې اثر په څو څو نسلونو مرتب پاتے شوے دے۔ د خالي په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت دپاكستان پيپلز ګوند 58 مې تاسيس ورځې په موقع خپل پېغام كښې ووئيل چې په خپل بشپړ تاريخ كښې پي پي پي د خپل دور د مركزي چېلنجونو مقابله كولو له هڅې وكړې۔ ده ووئيل كله چې په پاكستان د آمريت سېورې ؤ نو پيپلز ګوند د مزاحمت كوؤنكي ګوند په توګه په نره مقابله وكړه او د اولس د حقونو بحالۍ له يۍ د تحريك مشري وكړه۔ ده ووئيل د شهید ذوالفقار علی بھټو په مشرۍ كښې پاكستان په كال 1973ء كښې متفقه آئين ترلاسه كړو۔ صدرِ آصف علی زرداری ووئيل پي پي پي د وفاق په مستحكمولو ٬ په ګلګت بلتستان او آزاد جمو وكشمير كښې د اصلاحاتو په پېل كولو ٬ د هېواد اتومي پروګرامونو بنياد په اېښودلو او زمكې ٬ مزدور، تعلیم او سماجي انصاف سره په اړوندو تاريخي اصلاحاتو كولو وياړي۔ ده ووئيل تحریک بحالیِ جمهوریت (اېم آر ډی) او د جمهوريت بحالۍ له اتحاد (اے آر ډی) څخه واخله تر چارټر آف ډېموکرېسی، اتلسم ترميم او نېشنل اېکشن پلان پ٬ پيپلز ګود د پاكستان په جمهوري ارتقا كښې مركزي كردار ترسره كړو۔ صدر مملكت ووئيل پاكستان پيپلز ګوند له اوله د مزدورانو ٬ كروندګرو ٬ مېرمنو ٬ اقليتونو او ورستې پاتې طبقو حقونو له غږ پورته كړے دے۔ ده ووئيل راځۍ چې په ننۍ ورځ مونږ د جمهوریت، سماجی انصاف، مساوات او د ټولو وګړو په خاص توګه د مېرمنو او اقليتونو اختيارمند جوړولو عزم يو وارې بيا تازه كړؤ ولې چې د دوئي فعاله شموليت د پاكستان سولييز او تكثيري سباؤن لپاره زيات ضروري دے۔ صدر مملكت ووئيل زه د ګوند ټولو كارمندانو او پلويانو ته وئيل غواړم چې هغوي دې جمهوري اتحاد په ځاې وساتي٬ د وفاق دې حفاظت وكړي او ترقي پسند پاكستان لپاره دے كار وكړي۔










