اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې هغه افغان اولس ته يوازې د خوراك ضروري څيزونو رسولو اجازې په وركولو غور كوي۔ په خارجه وزارت كښې خبري كنفرنس ته خپل خطار كښې ده ووئيل مونږ ته افغان اولس لپاره د انسان دوست مرستې اجازت وركولو په اړه د ملګرو ملتونو لخوا يو خواست ترلاسه شوے دے۔ ده ووئيل دا معامله به وزيراعظم او عسكري …
د ملګرو ملتونو په خواست افغان اولس ته د ضروري خوراكي توكو رسولو اجازې په وركولو غور كوو: نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار
اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې هغه افغان اولس ته يوازې د خوراك ضروري څيزونو رسولو اجازې په وركولو غور كوي۔ په خارجه وزارت كښې خبري كنفرنس ته خپل خطار كښې ده ووئيل مونږ ته افغان اولس لپاره د انسان دوست مرستې اجازت وركولو په اړه د ملګرو ملتونو لخوا يو خواست ترلاسه شوے دے۔ ده ووئيل دا معامله به وزيراعظم او عسكري مشرتابه ته وړاندې كولې شي او په دې لړ كښی د مثبت كارروايۍ هيله لرؤ۔ ده ووئيل پاكستان څو لسيزو راهېسې په خپله خاوره د 40 لكه افغان وګړو كوربتوب كړے دے۔ نائب وزیراعظم په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د چين د هڅو ستائنه هم وكړه۔












