اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار اړوندو چارواكو ته هدايت كړې چې اولس ته د ضرورت څيزونه له كوم ځنډ پرته رسول باوري كولو او قيمتتونه عادلانه او مستحكم ساتلو له دې فعاله ګامونه پورته كړې شي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې په هېواد كښې د …
اولس ته دې د ضرورت څيزونه له كوم تعطل پرته رسول باوري كړې شي : د نائب وزيراعظم اسحاق ډار هدايت
اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار اړوندو چارواكو ته هدايت كړې چې اولس ته د ضرورت څيزونه له كوم ځنډ پرته رسول باوري كولو او قيمتتونه عادلانه او مستحكم ساتلو له دې فعاله ګامونه پورته كړې شي۔ د خالي په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې د نائب وزيراعظم سېنېټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې په هېواد كښې د خوراك څښاك څيزونو رسنې او د دې د قيمتونو جاج اغستلو له غونډه وشوه۔ د خورك وفاقي وزير ٬ د تجارت وفاقي وزير ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه ٬ د خوراك سېكرټري ٬ د تجارت سېكرټري ٬ د اېف بي آر چيئرمېن ٬ د ټي سي پي چيئرمېن او نورو اړوندو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو۔












