د مصري خارجه وزير په دوه ورځنۍ سركاري دوره نن پاكستان ته رارسي : خارجه دفتر

اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په بلنه د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر احمد اېم عبد العاطي په دوه ورځنۍ سركاري دوره نن د خالي په ورځ پاكستان ته رارسي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا دوره د پاكستان او مصر ترمينځه د پخوانيو اړيكو عكاسي كوي۔ دا دوره به د پاكستان – مصر اړيكو ستراتيجيكي جهت لا …

اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په بلنه د مصر خارجه وزير ډاكټر بدر احمد اېم عبد العاطي په دوه ورځنۍ سركاري دوره نن د خالي په ورځ پاكستان ته رارسي۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا دوره د پاكستان او مصر ترمينځه د پخوانيو اړيكو عكاسي كوي۔ دا دوره به د پاكستان – مصر اړيكو ستراتيجيكي جهت لا مستحكمولو ٬ سياسي ٬ اقتصادي ٬ دفاعي ٬ كلتوري او د اولس ترمينځه همكارۍ ته پام ګرځولو سره سره د دې په لا پراخا لاره روانولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ د دورې په مهال به مصري خارجه وزير نائب وزيراعظم سره د پلاويو په كچه ملاقات او خبرې اترې كوي۔ د بيان له مخې د خبرو اترو په مهال به فريقېن د دوه اړخيزه اړيكو جاج اخلي او د غزه صورتحال په شمول به په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه كوي۔ په بيان كښې دا هم وئيلې شوي دي چې هيله ده چې د مصر د خارجه وزير دا دوره به د پاكستان او مصر ترمينځه همكاري لا قوي كړي او د دې په نتيجه كښې به د دواړو رونړو هېوادونو ترمينځه همكاري لا زياته شي۔