اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د خالي په ورځ د نېشنل ډیفنس پوهنتون اسلام آباد دوره وكړه او د 27 م نېشنل سکیورټی ورکشاپ ګډون كوؤنكو ته يۍ خطاب وكړو۔ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې وركشاپ پارليماني غړو ٬ سینئر سول او پوځي افسرانو٬ د تعليمي ادارو او سول سوسائټۍ نمائندګانو ته د يو ځايې كېدو موقع وركړه۔ صدر مملكت …
د صدر مملكت آصف علي زرداري د نيشنل ډيفنس پوهنتون دوره ٬ د 27 م نیشنل سکیورټی ورکشاپ ګډون كوؤنكو ته خطاب
اسلام آباد۔29 نومبر(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د خالي په ورځ د نېشنل ډیفنس پوهنتون اسلام آباد دوره وكړه او د 27 م نېشنل سکیورټی ورکشاپ ګډون كوؤنكو ته يۍ خطاب وكړو۔ د ايوان صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې وركشاپ پارليماني غړو ٬ سینئر سول او پوځي افسرانو٬ د تعليمي ادارو او سول سوسائټۍ نمائندګانو ته د يو ځايې كېدو موقع وركړه۔ صدر مملكت په خپل خطاب كښې د وركشاپ كاميابۍ سره په مكمل كولو ګډون كوؤنكو له مباركي وركولو سره د قامي سلامتيا په اړه پوهاوې مضبوطولو له د هغوي د جذبې ستائنه وكړه۔ ده د پاكستان عصري سلامتيا ته په پېښو چېلنجونو قابو موندلو له د زيرك قيادت ٬ قامي همغږۍ او كوټلې پالېسي سازۍ په اهميت زور راوړو۔ د آئی اېس پی آر له مخې په 27م نېشنل سكيورټي وركشاپ كښې د بشپړې قامي سلامتيا فرېم ورك لاندې د ملي طاقت بېلو عناصرو ترمينځه د تعامل په اړه د ګډون كوؤنكو پوهې زياتولو ته خصوصي پاملرنه وكړې شوې۔ د نېشنل ډیفنس پوهنتون د قامي سلامتيا وركشاپ د قامي كچې مكالمې ته د ودې وركولو ٬ اداره جاتي صلاحيت زياتولو او قامي سلامتيا لپاره د ټول هېواد نقطه نظر ته وده وركولو له د هېواد په مهمو پلېټ فارمز كښې يو دے۔ صدر مملکت ګرېجوېټ شوو ګډون كوؤنكو ته سندونه هم وركړل۔












