د وزيراعظم په سري لنكا كښې د سيلاب او لينډ سلائيډنګ د لاسه په شوي ځاني زيان او تباهۍ د افسوس څرګندونه

اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په سري لنكا كښې د سيلاب او لينډ سلائيډنګ د لاسه په شوي ځاني زيان او تباهۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ په ايكس خپل پېغام كښې ده ووئيل په سري لنكا كښې د سېلاب د لاسه په رامخې ته شوو پېښو كښې د مړو شوو كسانو غمجنيو ك كورنيو سره خواخوږي لرم او د بې …

اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف په سري لنكا كښې د سيلاب او لينډ سلائيډنګ د لاسه په شوي ځاني زيان او تباهۍ د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د خالي په ورځ په ايكس خپل پېغام كښې ده ووئيل په سري لنكا كښې د سېلاب د لاسه په رامخې ته شوو پېښو كښې د مړو شوو كسانو غمجنيو ك كورنيو سره خواخوږي لرم او د بې دركه كسانو سلامتيا له لاس په دعا يم۔ ده ووئيل پاكستان د غم په دې سخت وخت كښې د سري لنكا اولس او حكومت سره يو برابر ولاړ دے۔ ده زياته كړه چې پاكستان د رېسكيو ٬ بحالۍ او مرستې كارونو كښې هر ډول ملاتړ وړاندې كولو له چمتؤ دے او دا د سري لنكا خپلو ورونړو سره زمونږ د يو والي علامت دے۔