اسلام آباد 29 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي چې پاكستان تل فلسطيني اولس سره مضبوط ولاړ پاتے شوے دے ٬فلسطينيانو لپاره زمونږ ملاتړ د انسانيت٬انصاف او برابرۍ د اقدارو په بنياد اډانه دے٬ د پاكستان او فلسطين اولس يو بل سره د مينې٬احترام او ورورولۍ رشته لري٬ په سخت حالاتو كښې هم پاكستاني قوم تل د خپل فلسطينيانو وروڼو او خوېندو ملګرتيا كړې۔ د ايوان صدر …
پاكستان به د خپلو فلسطيني وروڼو او خويندو هر ډول سياسي٬ سفارتي٬بشري او اخلاقي ملاتړ روان ساتي: د صدر مملكت آصف علي زرداري د فلسطين يووالي نړيوالې ورځې په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 29 نومبر(اے پی پی)صدر مملكت آصف علي زرداري وئېلي دي چې پاكستان تل فلسطيني اولس سره مضبوط ولاړ پاتے شوے دے ٬فلسطينيانو لپاره زمونږ ملاتړ د انسانيت٬انصاف او برابرۍ د اقدارو په بنياد اډانه دے٬ د پاكستان او فلسطين اولس يو بل سره د مينې٬احترام او ورورولۍ رشته لري٬ په سخت حالاتو كښې هم پاكستاني قوم تل د خپل فلسطينيانو وروڼو او خوېندو ملګرتيا كړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت فلسطين سره د يووالي نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې وئېلي دي چې د فلسطين ملاتړ د پاكستان پیژندګلو برخه پاتې شوې ده٬تر دې چې د پاكستان جوړېدو څخه 7 كاله وړاندې د كال 1940 قرارداد لاهور كښې هم د فلسطين د خپلواكۍ حق ښكاره ملاتړ شامل و۔ده ووئيل چې نن مېړني فلسطيني اولس ته د زړه نه سلام وړاندې كوم چا چې بې مثال همت٬ثابت قدمۍ او غېر متزلزل حوصلې سره په تاريخ كښې يو نوے باب رقم كړے دے۔ صدر مملكت ووئيل چې پاكستان فلسطين سره د اوږدې مودې او نزدې ورورولۍ خپلو اړيكو ته اهميت وركوي۔صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل چې پاكستان تل غزه كښې د اسرائيل قابض ځواكونو ظلمونو غندنه كړې او په هر نړيوال فورم يۍ فلسطينيانو لپاره غږ پورته كړے دے۔ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو٬او آئي سي٬ آئي سي جے او په نورو نړيوالو فورمونو هم پاكستان د فلسطيني اولس بنيادي او ناقابل تنسيخ حقونو لپاره پرله پسې هڅې كونكے پاتے شوے۔ صدر مملكت ووئيل چې غزه امن لوظ نامه كښې هم پاكستان مثبت او تعميري كردار ادا كړی او دې اميد سره چې د اسرائيلي ظلمونو او جارحيت دلاسه چې فلسطيني اولس ته كوم زيان رسي د هغې خاتمه به وشي۔ ده ووئيل چې پاكستان به د خپل فلسطيني وروڼو او خوېندو هر ډول سياسي٬سفارتي٬انساني او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬مونږ د خپل دې دريځ پخلې كوو چې فلسطين دې د كال 1967 جون مياشتې څخه وړاندې پولو او القدس شريف پلازمينې سره جوړ كړے شي۔ صدر مملكت دعا كولو سره ووئيل چې د فلسطيني اولس هلې ځلې او همت دې د دنيا اوده ضمير راويښ كړي او په نړۍ كښې دې د امن او انصاف بريا وي۔ده ووئيل دا زما ارمان دے چې يوه ورځ په مسجد اقصٰی كښې خپلو فلسطيني ورونړو سره د لمونځ كولو سعادت ترلاسه كړم۔











