فلسطين كښې د اسرائيل جاري جارحيت او د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو په سبب په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن يو خوب پاتې شوے٬ د فلسطين پېوستون نړيوالې ورځ په موقع د سردار اياز صادق بيان

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د فلسطين اولس سره د پاکستان د غېر متزلزل ملاتړ او بشپړه يووالي د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د تېرو اووه لسيزو نه د زياتې مودې راهسې په فلسطين كښې د اسرائيل جاري جارحيت او د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو په سبب په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن يو خوب پاتې …

اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د فلسطين اولس سره د پاکستان د غېر متزلزل ملاتړ او بشپړه يووالي د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د تېرو اووه لسيزو نه د زياتې مودې راهسې په فلسطين كښې د اسرائيل جاري جارحيت او د بشري حقونو سنګين خلاف ورزو په سبب په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن يو خوب پاتې شوے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د فلسطين د پېوستون نړيوالې ورځ په موقع خپل بيان كښې كړې۔ ده ووئيل دا ورځ هر كار په 29 نومبر د ملګرو ملتونو په اهتمام كښې لمانځلې كېږي۔ سپيکر په غزه كښې د اسرائيل د جاري جارحيت سخته غندنه كولو سره ووئيل چې د پرله پسې بريدونو او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرامد نه كولو په نتيجه كښې په غزه كښې د تاريخ بدترين انساني بحران رامخې ته شوے دے۔ ده ووئيل د فلسطين اولس په منظم ډول د دوي د خپلواكۍ ناقابل تنسخ حق سره محروم ساتلے شوے او د جاري نسل كشۍ په نتيجه كښې بې ګناه ماشومان٬ مېرمنې٬ سپين ګيري او رنځورانو پشمول د زرګونو په شمېر انسانان ضائع شوې دي، كوم چې د شرم او افسوس وړ خبره ده۔ ده ووئيل چې د فلسطين رياست تر اوسه د ملګرو ملتونو 157 غړو هېوادونو تسليم كړے دے كوم چې د نړيوالې ادارې د مجموعي غړيتوب 81 فيصده جوړېږي۔ ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو د يو ذمه وار غړي او د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په حېث پاکستان د فلسطينيانو د خپلواكۍ د ناقابل تنسخ حق په ترلاسه كولو او د 1967 نه په وړاندې پولو اډانه د يو آزاد٬ خپلواكه او د عمل وړ فلسطيني رياست چې پايه تخت ئې القدس الشريف وي جوړولو لپاره په نړيوال او سيمه ايز فورمز خپل موثره غږ پورته كوي۔ سپيکر سردار اياز صادق په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي دې په غزه كښې د جاري نسل كشۍ لاره نيولو٬ د غېر انساني محاصرې خاتمه او فلسطينيانو لپاره تل پاتې امن، انصاف او بشري عزت باوري كولو لپاره عملي او په سمدستي توګه اقدامات وكړي

مزید خبریں