اسلام آباد۔28نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار ویلي دي چې ترهګري د سیمه ییزې سولې، پرمختګ او سوکالۍ ترلاسه کولو په لاره كښې تر ټولو لوی خنډ دے۔ د ترهګرۍ سره سره، موسمياتي بدلون هم د سیمه ییزې همغږۍ لپاره یوه ګډه ننګونه ده۔ دا د هر وخت څخه ډیر مهم دي چې په ګډه د ګډو ننګونو مقابله وكړو ٬ معاشي خليج …
ترهګري د سیمه ییزې سولې، پرمختګ او سوکالۍ ترلاسه کولو په لاره كښې تر ټولو لوی خنډ دے٬ د اقتصادي مرستې تنظيم به لا مستحكمول وي : نائب وزيراعظم سينيټر اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد۔28نومبر(اے پی پی) نائب وزيراعظم او د بهرنیو چارو وزیر سناتور اسحاق ډار ویلي دي چې ترهګري د سیمه ییزې سولې، پرمختګ او سوکالۍ ترلاسه کولو په لاره كښې تر ټولو لوی خنډ دے۔ د ترهګرۍ سره سره، موسمياتي بدلون هم د سیمه ییزې همغږۍ لپاره یوه ګډه ننګونه ده۔ دا د هر وخت څخه ډیر مهم دي چې په ګډه د ګډو ننګونو مقابله وكړو ٬ معاشي خليج ترسره كړو او د ګډې سوکالۍ امکانات پرانيززو۔ مونږ اړتیا لرو چې د اقتصادي مرستې تنظيم نور هم پیاوړی کړؤ دغسې چې دا اهداف ترسره كړې شي۔ د بهرنیو چارو وزارت ویاند لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د دې خيالاتو څرګندونه د اقتصادي مرستې تنظيم د كونسل آف وزاراﺀ 29مې غونډه كښې د ورچوئل ګډون په موقع خپل بيان كښې وكړه۔ هغه د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر، د اقتصادي مرستې تنظيم موجوده چيئرمېن كونسل آف وزراﺀ خارجه وزير یرمک کوچربایف، او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د اقتصادي مرستې تنظيم عمومي سېكرټري ٬ سفير ډاكټر اسد مجيد ته د كونسل آف وزارت د 29 مې غونډې په كوربتوب او رمك ګوجر بايب ته د جمهوري قازقستان د خارجه وزارت قلمدان په سنبالولو مباركي وركړه۔ اسحاق ډار ووئيل په دې ننۍ غېر يقيني نړۍ كښې په اجتماعي توګه د ګډو چېلنجونو مخنيوې ٬ معاشي خليج ترسره كول اود ګډې سوكالۍ امكانات پرانستل د تېر وخت په مقابله كښې زيات مهم دي۔ هم دې مناسبت سره مونږ له به د اقتصادي مرستې تنظيم لا مستحكمول وي دغسې چې هغه خپل اهداف ترلاسه كړے شي۔ ده ووئيل د 29 م اي سي او سي او مركزي موضوع “د سيمه ييز نقل وحمل رابطه كاري او تلپاتے پرمختګ مخ په وړاندے بوتلل” يو په وخت پورته كړے شوے ګام او د ای سی او د وژن له مخې دې۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د كثير الجهت نقل وحمل لارې د خپلې پرمختيائي تګلارې محور جوړ كړے دے۔ اسحاق ډار ووئيل چې پاكستان د نقل وحمل خپل نظامونه د اي سي او غړو هېوادونو نظامونو سره هم آهنګ كوي دغسې چې سيمه ييز انضمام باوري كړې شي۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې مونږ د اسلام آباد-تهران-استنبول رېل راهدارۍ په بشپړ ډول فعاله كولو كښې خوښي لرؤ او ددې زر تر زره احېاﺀ لپاره ايران او تركيه سره په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل مونږ ازبکستان سره د افغانستان د لارې تر پاكستان د رېل لارو جوړولو ته سترګی په لاره يوو۔ نائب وزيراعظم ووئيل تاسو ته معلومه ده چې د سيمه ايز نقل وحمل د وزيرانو كنفرنس د روان كال په اكتوبر مياشت كښې وشو۔ دغې كنفرنس مونږ د حكمت عملۍ جوړولو ٬ د ترجيحي لارو په ګوته كولو او د سړكونو ٬ رېل بحري او ډيجيټل نقل وحمل نظامونو كښې د مرستې مضبوطولو جوګه كړؤ۔ دې د سوئيلي آسيا ٬ منځنۍ آسيا او د چين يو بل سره د تړونكي پل په توګه د پاكستان كردار مضبوط كړو۔ نائب وزيراعظم ووئيل پاكستان د يو نوي سب مېرين كېبل تعيناتۍ سره خپله ډيجيټل رابطه كاري مضبوطولو كښې بوخت دے۔ ده ووئيل مونږ د يو ډيجيټل لارې پرمختګ سره نورو اي سي او غړو هېوادونو سره د دې اقدام ګټې ګډولو چمتؤ يوو۔ ده ووئيل د اي سي او غړو هېوادونو له به په منطقه كښې د اقتصادي مرستې مضبوط بنياد اېښودلو له د ترهګرۍ په ګډه مقابله كول وي۔ نائب وزيراعظم ووئيل ترهګري د سیمه ییزې سولې، پرمختګ او سوکالۍ ترلاسه کولو په لاره كښې تر ټولو لوی خنډ دے۔ د ترهګرۍ سره سره، موسمياتي بدلون هم د سیمه ییزې همغږۍ لپاره یوه ګډه ننګونه ده۔ نائب وزيراعظم ووئيل مونږ له به په ګرين انفراسټركچر كښې سرمايه كاري كولو ٬ ابتدائي انتباهي نظامونه ښه كولو او د داسې سيمه ييزو موسمياتي بدلونونو له مخې كولو تګلارو ته وده وركولو سره موسمياتي لچك د خپل اقتصاد مرستې په نظام كښې شاملول وي كمې چې زمونږ ګډ سباؤن لپاره مرستيال وګرځي۔ ده د خپلې وېنا په پايه كښې لاهور كال 2027ء لپاره اېك سي او ټورزم كېپټل ګرځولو كښې د پاكستان په ملاتړ كولو د ټولو غړو هېوادونو مننه و كړه۔ ده ووئيل زه باور دركوم چې لاهور د پاكستان كلتوري زړه به ددې ټولو مېلمنو هركلے كوي۔ ده ټولو ګډون كوؤنكو ته د پاكستان د دورې بلنه وركولو سره ووئيل چې مونږ راروان كښې كښې د اي سي او سي او اېم 30 مې غوندې لپاره په پاكستان كښې تاسو ټولو ته سترګې په لاره يوو۔ راځۍ چې په ټولو چېلنجونو قابو موندلو او د خپلې ټولې منطقې او دې څخه بهر امن ٬ پرمختګ او د سوكالۍ غوره سباؤن جوړولو له په ګډه كار وكړؤ۔











