نوښار 28 نومبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د خېبرپښتونخوا حكومت ټول پام د صوبې د اولس د خېرښګړې په ځائ دهرنې ته دے٬ كه دوي دهرنې كوي نو صوبې ته به پام څوك كوي؟ د خېبرپښتونخوا حکومت غېر قانوني مطالبه كوي، د پي ټي آئي باني په ميګا کرپشن کېس كښې سزا سره مخ دے ٬ يو سياسي بندي ته دومره …
د خيبر پښتونخوا حكومت ټول پام د صوبې د اولس خيرښيګړې په ځايې دهرنې ته دے٬ كه دوي دهرنے كوي نو صوبې ته به پام څوك كوي؟ وفاقي وزير عطاء تارړ

مزید خبریں
نوښار 28 نومبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي دي چې د خېبرپښتونخوا حكومت ټول پام د صوبې د اولس د خېرښګړې په ځائ دهرنې ته دے٬ كه دوي دهرنې كوي نو صوبې ته به پام څوك كوي؟ د خېبرپښتونخوا حکومت غېر قانوني مطالبه كوي، د پي ټي آئي باني په ميګا کرپشن کېس كښې سزا سره مخ دے ٬ يو سياسي بندي ته دومره مراعات ترلاسه نه دي څومره چې د پي ټي آئي باني ته ترلاسه دي، ناسمه بيانيه به ماتي سره مخ كېږي۔ د جمعې په ورځ د اختيار ولي خان د مور په مړينه د غمرازۍ نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل اختيار ولي خان په سخت وخت كښې د پارټۍ ملګرتيا كړې، ده په سخت وخت كښې صوبائي چوكۍ ګټلې٬ په صوبه كښې خپل شناخت لري، دوي تل د اصولو سياست كړے دے، د اېم اېس اېف زمانې راهسې مسلم ليګ نون سره تړون لري، اختيار ولي په ميډيا كښې د پارټۍ قوي غږ دے٬ دوي نه يوازې د هېواد پاليسۍ په اړه خپل كردار لوبولې بلكې د هېواد سالميت او مفاد ئې تل مقدم ساتلې۔ وفاقي وزير ووئيل د خېبرپښتونخوا حكومت پام د صوبې د اولس د خېرښګړې په ځائ دهرنې ته دے٬ كه دوي دهرنې كوي نو صوبې ته به پام څوك كوي؟ صوبائي حکومت د ګورننس، صحت نظام ښه كولو٬ نوې سړكونه جوړولو او د ښه پاليسو جوړولو په ځائ احتجاج پلو پام ګرځولے دے٬ د اعلٰې وزير منصب لويه ذمه واري وي، په دې منصب پاتې كېدونكې كس چې په صوبه كښې نه وي او زيات وخت د زندان دېوالونو سره ولاړ وي نو د صوبې تعمير او پرمختګ ته به څوك پام كوي، دا ډېره د افسوس او د غندنې وړ رويه ده۔ ده ووئيل بايد صوبائي حكومت سولې ثبات او د ترهګرۍ خاتمې پلو پام وكړي٬ وفاق د ترهګرۍ په ضد او امن او امان لپاره په ګډه د كار كولو خبره كړې خو ولې د دوي پام دې پلو نه دے٬ د خېبرپښتونخوا حکومت غېرقانوني مطالبه كوي چې مونږ لارښود سره ملاقات كول غواړؤ ٬ دوئي د زندان د مينوئل په ضد مطالبات كوي٬ آيا د زندان رول بيا بيا د ملاقات اجازه وركوي؟ تاسو د خپلې صوبې خدمت وكړئ٬ تعليم، صحت او په لاء اينډ آرډر فوکس وكړئ خو ولې تاسو توفيق نه لرئ٬ تاسو څلور څلور ساعته دهرنا كوئ دا صرف د ټك ټاك حكومت دې څوك چې لائكس لپاره كار كوي۔ وفاقې وزير عطاء تارړ ووئيل د افسوس خبره ده چې يو غېر قانوني مطالبه كوي چې زمونږ ملاقات دې ليډر سره وكړے شي٬ ستاسو ليډر هېواد لپاره هېڅ كار نه دې كړې٬ كله چې ھغه وزيراعظم ٶ نو معيشت يۍ تباه كړے و٬ دې سره سره هغه دوست هېوادونو سره د پاكستان اړيكې هم خرابې كړې٬ د پي ټي آئي باني په مېګا كرپشن كېس كښې سزا وار دے٬ د 190 ملين پاٶنډ په مېګا كرپشن كښې ورته سزا وركړې شوې٬ د دې ځواب دوي نه لري، د پي ټي آئي باني سياسي بندي نه دې بلكې د كرپشن په كېس كښې سزا وار تورن دے٬ د مدينې د رياست نامه اخستو سره ئې په سياست كښې د مذهب استعمالولو هڅه كړې۔ عطاﺀ تارړ ووئيل د پي ټي آئي باني په القادر پوهنتون ډاكه واچوله ٬ كوم هم سياسي بنديوان ته دومره مراعات نه دي وركړې شوې څومره چې د پي ټي آئي باني ته وركړې شوي دي۔ بياهم دا ګوند غېر قانوني مطالبې كوي چې زمونږ ملاقات دې وكړے شي۔ ملاقات نه شي كېدې ولې چې دا غېر قانوني مطالبه ده۔ د پي ټي آئي لارښود په انډين ميډيا د افغانستان ميډيا اېكټيو كړه او بې بنسټه ډنډورې خپرې كړې شوې۔ د پي ټي آئي سوشل ميډيا اكاؤنټ هولډرز اوس د هندي سوشل ميډيا هينډلرز ملاتړ ترلاسه كوي٬ په سوشل ميډيا خلك بې وقوفه جوړولې شي٬ دا چالونه دوئي فشار او ملاقات كولو لپاره چلوي۔ ده ووئيل په هېواد كښې قانون او آئين موجود دے څه هم چې كيږي هغه به د قاون او آئين له مخې كيږي۔ ده ووئيل خېبر پښتونخوا د غېرت مند اولس صوبه ده٬ هغوي پاكستان سره مينه لرونكي خلك دي۔ پښتنو د دې هېواد سلامتيا لپاره لويې قربانۍ وركړې دي۔ صوبائي حكومت دې د دوئي د خېر ښېګړې كارونه وكړي او ددوئي حق دے ادا كړي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د انډيا او افغانستان ميډيا كاروي۔ ده ووئيل نړيواله ميډيا هم بايد خبر شي چې د پي ټي آئي باني په مېګا كرپشن كېس كښې سزا شوے دے۔ دوئي په عدالت كښې هېڅ دفاع نه لري۔ فارن فنډنګ توشه خانه څخه تر 190 ملین پاؤنډ دوئي هېڅ ځواب نه لري۔ د پاكستان ميډيا او سوشل ميډيا پاكستان سره ولاړه ده۔ وفاقی وزیر ووئيل چې چې دوئي دا وائي چې فلانكے نه وي نو پاكستان به نه وي۔ په داسې نعرو بايد دوئي ته شرم راشي۔ ده ووئيل مونږ خو دا وايوو چې پاكستان لپاره زمونږ ځانونه هم حاضر دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د هېواد نه بهر مېشته خلق پخپله اېجنډا كار كوي٬ ھغوي غواړي چې په هېواد كښې اړې ګړې خپور شي٬ د پي ټي آئي لارښود ته په ناسم ټويټ نوټس استولې شوې، اېن سي سي آئي له درخواست وركړې شوې٬ ھغوي ھغه ټويټ ډيليټ كړے، د هېواد په دښمنۍ كښې دروغ وئيل٬ د حقائق برعكس عكسونه لګول او بيا وروسته معافۍ غوښتل د دوي طرز عمل جوړ شوې دے ،چا چې هم هېواد دښمني كړې ھغوي ته هم دا صله ترلاسه كېږي كوم سره چې نن په زندان كښې بند شخص مخ دے ۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د پاکستان سوشل ميډيا هند سره د جنګ په مهال اهم كردار لوبولې او د پاكستان بيانيه ئې مخ په وړاندې بوتللے، د دروغو بيانيه به ماتي سره مخ كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير عطاء تارړ ووئيل د پي ټي آئي باني ته په زندان كښې د ورزش ټول سامان او بهترين خوراك ترلاسه دے ۔ ده ووئيل د وزيراعلي كار صوبه بندول نا بلكې د اولس خدمت كول دي٬ وزيراعظم شهباز شريف په لس كاله كښې د پنجاب نقشه بدله كړې٬ كه پي ټي آئي دغسې وخت ضائع كړو او هم دا كار كوي نو خلق به ئې يو ورځ ګرېوان ته لاس واچوي۔











